Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

سیمه

پاکستان کې د ټاکنو پرضد غوغا او پرضد یې پیلېدونکې حرکتونه

بلوچستان کې څلورو ګوندونو هوکړه کړې چې د ټاکنو د پایلو پرضد به اعتراض کوي

په بلوچستان کې څلورو ګوندونو د فبرورۍ اتمې په ټولټاکنو کې د درغلۍ او د نتیجو بدلولو د تورونو پر اساس ګډ احتجاجي تحریک پیل کړی دی.

دا تر هغې وروسته ده چې د فبرورۍ پر ۱۰مه په کوټه کې د بلوچستان نیشنل پارټۍ (مېنګل)، نیشنل پارټۍ، پښتونخوا ملي عوامي ګوند او هزاره جمهوري ګوند (هزاره ډېموکریټېک پارټي) مشرانو او سیاستوالانو تر بیړنۍ غونډې وروسته وویل چې په شریکه احتجاجونه پیلوي او د پایلو ځنډولو لپاره عدالتونو ته ځي.

د بلوچستان نشنل پارټۍ ګواښ

د بلوچستان نیشنل پارټۍ (مېنګل) سیاستوال او پخواني سېنېټر ثنا بلوڅ تر غونډې وروسته پر اېکس په بیان کې ویلي ول چې څلورواړو ګوندونو دا پرېکړه هم کړې چې د بلوچستان اسمبلۍ ودانۍ محاصره کوي او د صوبې د “ولس د اصلي استازو” موازي (متوازي) اسمبلي جوړوي.

pak election1
په بلوچیستان کې د ۴ ګوندونو ناسته

د هغو ګوندونو غړو او پلویانو تر خپل اعلان یوه ورځ وروسته د بلوچستان په مرکز کوټه کې د انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) دفتر مخې ته پرلت وهلی دی.

نور ولولئ: په پاکستان کې د وسله‌والو بریدونو ډېرېدل؛ اسلام اباد له طالبانو غوښتي چې ترهګر وځپي

نور ولولئ: پاکستان کې د پارلماني ټاکنو لومړنۍ پایلې؛ عمران خان تر نورو مخکې دی

نور ولولئ: پاکستان کې د ټاکنو پایلې؛ هېڅ ګوند د قومي اسمبلۍ غوڅ اکثریت څوکۍ نه دي کټلي

په عین وخت کې د هزاره جمهوري ګوند مشرانو، غړو او ګڼو پلویانو، چې ښځې هم پکې شاملې وې، هم د فبرورۍ پر ۱۱مه د کوټې د خبریالانو مرکز مخې ته مظاهره وکړه.

د هغه ګوند یو مشر مرزا حسین مشال راډیو ته وویل چې په انتخاباتو کې ورسره ټګي شوې ده.

په چمن کې وهلی پرلت

د عوامي نیشنل ګوند غړو او پلویانو په چمن کې پرلت وهلی دی او د کوټې او چمن ترمینځ یې لویه لاره تړلې ده.

د فبرورۍ پر ۱۱مه په بوري (لورالايي) کې د پیپلز ګوند ښځینه پلویانو د انتظامي مشر دفتر مخې ته د مظاهرې پر مهال دعوه وکړه چې د دوی له نوماند شمس حمزه زي سره ټګي شوې ده.

محسن داوړ د پاکستانیو پولیسو په ډزو ژوبل شوی

د پاکستان انتخاباتي کمېشن لا د بلوچستان د څلورو ګوندونو د احتجاجي تحریک او د نورو ګوندونو د مظاهرو او دعوو په اړه څه نه دي ویلي خو د هغې خپلواکه ادارې مشر سکندر سلطان راجا د فبرورۍ پر اتمه ویلي ول چې انتخاباتي بهیر په بشپړه توګه “شفاف او منصفانه” وو.

کمېشن داراز وايي چې که څوک د پایلو په اړه شکایتونه لري نو عدالت ته دې ولاړ شي.

له دې پرته د پاکستان د کورنیو چارو لنډمهالي وزیر ګوهر اعجاز د فبرورۍ پر نهمه په اسلام اباد کې د خبري غونډې پر مهال د ټاکنو بهیر په اړه وویل چې که نګران وفاقي حکومت سم نیت نه لرلای نو د عامو انتخاباتو نتیجې به تر اوسنیو هغو بدلې وای.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button