سیمه ییز خبرونه

پاکستان کې ناامني؛ پر چینايي انجینرانو برید شوی

د بلوچستان به ګوادر بندر کې پر چینایي انجینرانو برید مرګ ژوبله اړولي ده

د بلوچستان د ازادۍ غوښتونکې جبهې (بي‌ایل‌ایف) په نامه بیلتون غوښتونکې ډلې د یکشنبې په ورځ اګست ۱۳ (زمري ۲۲) ویلي چې د ګوادر بندر ته په غزیدلي سړک باندې یې د چینایي انجینرانو د موټرو پر کاروان برید کړی دی.

نور ولولئ: طالبان: په کابل کې یې کوم شمېر بلوڅ کډوال نیولی وو هغه يې خوشي کړي دي

د بلوچستان د ازادۍ غوښتونکې جبهې (بي‌ایل‌ایف) په نامه بیلتون غوښتونکې ډلې د یکشنبې په ورځ اګست ۱۳ (زمري ۲۲) ویلي چې د ګوادر بندر ته په غزیدلي سړک باندې یې د چینایي انجینرانو د موټرو پر کاروان برید کړی دی.

د ګوادر بندر د چین-پاکستان د اقتصادي دهلیز “سیپیک” پروژې یوه برخه ده چې د چین په مالي لګښت رغول شوی دی.

دغه برید د بلوچو ازادي غوښتونکو کړی

د بلوچستان ولایت چارواکو وویل، دوه بیلتون غوښتونکي وسله وال وژل شوي چې د چینایي کارګرانو په یو کاروان باندې یې کړی و.

په کراچۍ کې د چین د قونسلګرۍ یو ویاند وویل چې په برید کې د دوی هیڅ یو تبعه ته مرګ ژوبله نده اوښتې. هغه له چینایي اتباعو وغوښتل چې خپل امنیت ته جدي پاملرنه وکړي.

دمخه هم بيلابيلو بلوڅ وسله والو ډلو د چين – پاکستان د اقتصادي دهليز (سيپیک) د سترې پروژې اړوند تاسیساتو باندې د بريدونو ادعاوی کړې دي او په زرګونو امنيتي ساتونکي د بيجينګ د ګټو په وړاندې د ګواښونو د مخنيوي لپاره ګمارل شوي دي.

د بلوچستان د ازادۍ غوښتونکې جبهې په نامه بېلتون غوښتونکې ډلې په یو بیان کې ویلي ددې ډلې “د مجید لیوا نن په ګوادر کې د چینايي انجینرانو یو کاروان په نښه کړ.”

پاکستانیو چارواکو دغه برید غندلی دی

سناتور او د بلوچستان ایالت د کورنیو چارو پخوانی وزیر سرفراز احمد بګټي، په ټویټر چې اوس د ایکس په نوم یادیږي، لیکلي چې په ګوادر کې د چینايي کارګرانو پر کاروان ترهګریز برید په کلکه غندي او زیاتوي چې په برید کې هیڅ چینايي تبعه نه دی وژل شوی.

هغه ویلي چې “داسې راپورونه شته چې برید په شا تمبول شوی او بریدګر وژل شوي دي.”

د فرانس پرس اژانس د رپوټ له مخې بلوڅ بېلتون غوښتونکي په پرله پسې توګه د جګړې په ډګر کې د خپلو بریاو په هکله مبالغه کوي، په داسې حال کې چې د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګه هم بریدونه کم اهمیته ښیي او یا یې په اړه رپوټ ورکول ځنډوي.

د ۲۰۲۲ کال د اپریل په میاشت کې د کراچۍ پوهنتون د کنفوسیوس انسټیټیوټ ته تګ په لار درې چینایي ښوونکي او د هغوی پاکستاني موټر چلونکی هغه مهال ووژل شول چې یوې ښځینه ځان وژونکې له ځان سره لیږدونکي چادودیدونکي توکي وچول. د بلوچستان د ازادۍ پوځ ددغه برید مسولیت منلی و.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button