سیمه ییز خبرونه

پاکستان کې ناامني؛ ډیره اسماعیل خان کې چاودنې ۲۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوړلې

د خیبرپښتونخوا په ډیره اسماعیل خان کې پر پولیسو چاودنې شاوخوا ۲۷ کسانو ته مرګ ژوبله اړولي ده

دا چې په پاکستان کې ناامني زیاته شوې، نو نن په دېره اسماعيل خان کې د ټانک اډې ته څېرمه د پوليسو پر موټر د چاودنې له امله پنځه تنه وژل شوي دي.

د پولیسو په وینا د ټانک په اډه کې له چاودنې وروسته د ډزو غږونه هم اورېدل شوي او لومړني معلومات ښيي، چې په برید کې د پولیسو یو موټر په نښه شوی دی.

نور ولولئ: پر پاکستاني پوځ برید کې پوځ ته مرګ ژوبله اوښتي ده

پوليس وايي، چې د چاودنې له امله د ځاى پر ځاى ولاړ ګڼ شمېر موټرسايکلونو ته هم زيان اوښتى او د پوليسو په ګډون ٢۲ کسان ټپيان شوي دي. د پوليسو په وينا، ژوبلېدلي کسان يې روغتون ته رسولي دي.

پولیسو په چاودنه کې د ۵ تنو د وژل کېدو پخلی کړی دی.

پاکستان د اوسنیو ناامني پړه پر افغان طالبانو اچوي

څه موده مخکې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر سرفرازاحمد تګټي ویلي وو چې افغانانو په پاکستان کې له شویو ۲۴ بریدونو په ۱۴ کې لاس درلود.

د پاکستان د کورنيو چارو لنډمهالي وزير سرفراز بګټي په یوه خبري کنفرانس کې یو ځل بیا پر افغانانو تور پورې کړی و چې د دغه هېواد په ناوړه امنیتي وضعیت کې لاس لري. هغه ادعا کړې چې د روان زېږدیز کال له جنوري مياشتې راهیسې په دغه هېواد کې ۲۴ ځانمرګي بريدونه شوي چې په ۱۴ هغو کې یې د افغانستان وګړو لاس درلود.

نور ولولئ: پاکستان کې یوه جومات ته نژدې برید شاوخوا ۵۲ تنه وژلي دي

هغه مهال هغه په پاکستان کې شاوخوا یو میلیون او ۷۳۰۰۰ ناقانونه افغان کډوالو ته هم خبرداری ورکړی و چې تر را روانې نومبر میاشتې پورې افغانستان ته ستانه شي، که نه په زوره به یې وباسي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت لنډمهالی وزیر داسې مهال د افغان کډوالو د بېرته شړلو ګواښ کوي چې د دغه هېواد پولیسو له تېرې یوې میاشتې راهیسې زرګونه افغانان نیولي او بندیان کړي دي.

پاکستان کې د افغان کډوالو ناوړه حالت

بله‌خوا پر ټولنیزو رسنیو یوه ویډیو هم خپره شوې چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د ناوړه وضعیت ښکارندويي کوي. په دې ویډیو کې لیدل کېږي چې یوشمېر افغان کډوالې او ماشومان د پاکستاني پولیسو له لوري نیول شوي او له ناوړه او ناانساني وضعیت سره مخامخ دي.

خو د اسلامي ویاند ذبېح‌الله مجاهد د پاکستان د کورنیو چارو د لنډمهالي وزیر د څرګندونو په غبرګون کې پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي وو چې په دغه هېواد کې مېشت افغان کډوال د پاکستان په ناامنیو کې لاس نه لري. هغه په پاکستان کې له افغان کډوالو سره روان چلن د زغم وړ نه‌دی بللی او زیاته کړې یې ده: «په پاکستان کې له افغان کډوالو سره دا ډول چلن د منلو وړ نه دی. پاکستاني لوری باید په دې برخه کې پر خپل پلان له سره غور وکړي. افغان کډوال د پاکستان په امنیتي ستونزو کې ښکېل نه دي.»

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button