نړیوال خبرونه

پایتخت کابل کې د مجرمینولوی انځورونه را ځړول کیږی

پایتخت کابل کې د مجرمینولوی انځورونه را ځړول کیږی د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ته د کابل امنیت چارې وسپارلې هره ورځ په نوي بڼه امرونه صادروي ترڅو کابل کې امنیت کابو او خلک ډاډمن کړي

په همدې لړ کې اوس د یو نوي امر له مخې به د هغه مجرمینو انځورونه کابل کې راوځړول شي کوم چې په کابل کې په غټو جرمونو ککړ وي. د امرالله صالح په مشري د کابل ښار د امنیت اونظم په برخه کې څلومه ناسته کې زیاتي پر یکړې وسوې چې مهمه يې د مشهوره او فراري مجرمینو د لویو عکسونو لګول وو.ښاغلي صالح وویل چې په لارو او کوڅو کې دي  د تښتیدلو مجرمینو لوی عکسونه ولګول سي ترڅو خلک يې په اړه دوی  ته مالومات ورکړي تراوسه پوري په دې هکله جدي ګامونه اخیستل شوي

، په وروستي ګام کې د کابل ښاروالۍ ته امر سوی چې د فراري مجرمینو لوی عکسونه دي د کابل ښار په ګوټ ګوټ کې ولګول سيښاغلي صالح دا هم ویلي چې  د کابل ښار ترڅنګ به د دې ولایت د ولسوالیو د امنیت د تامین لپاره هم کار وسيڅو ورځې مخکې صالح د کابل د امنیت د تامین لپاره مسؤلیت واخیست او په ډیره ګړندۍ توګه یې دې برخه کې ګامونه واخستل هغه وویل چې په خپل قاموس کې د مجرمینو لپاره د رحم په نوم څه نلري

د کابل ښار په وروستیو مودو کې خورا له ننګونو سره مخ وو، او د دې ښار اوسدیونکو له خورا لوړو اندېښنو سره ژوند کاوه  تراوسه پوري ښايي د کابل امنیت کې بدلون نه وي  راغلي خو امنیتي مسؤلین یوازي د دې لپاره کار کوي چې خپل د ښار امینت تامین کړي

پایتخت کابل کې د مجرمینولوی انځورونه را ځړول کیږی
پایتخت کابل کې د مجرمینولوی انځورونه را ځړول کیږی

صالح له خلکو غوښتې چې د شکمنو کړنو په هکله دي خپلو  امنیتي ځواکونو ته خبر ورکړي هغه موده وړاندې خپل  وټساپ دوې شمېر اعلان کړې او له خلکو يې وغوښتل  چې د مجرمینو عسکونه او مالومات ورته ولیږي ترڅود دويي په وړاندې سمدستي اقدامات وکړي او د دږيي عکسونه د کابل په سرکونو کې راځوړند شي. چې دويي بیا د جرمونو کوشش ونه کړي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button