نړیوال خبرونه

پخواني ولسمشر محمد اشرف غني ويلي طالبانو افغانستان کې بې ساری استبدادي نظام رامنځته کړی

له واکه ګوښه شوی افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي اوس تر بل هر وخت ډېر د ملي ډیالوګ پیلولو ته اړتیا ده

ښاغلي غني د نوي کال په مناسبت یوه غږیز پیغام کې ټېنګار کړی چې افغانان له جګړې ستړي دي او دا وړتیا لري چې د مرکو او جرګو له لارې د خپل حکومت او دولت شکل وټاکي.

نوموړي په دې پيغام کې چې تېره ورځ ( سه شنبه، د مارچ ۲۰مه) خپور شوی دغه راز ټينګار وکړ چې د نړیوال مشروعیت لپاره د نظام کورنی مشروعیت یو شرط دی.

ښاغلي غني وویل چې طالبانو په افغانستان کې یو بې ساری استبدادي نظام حاکم کړی خو د‌ ده په وينا  استبداد په افغانستان کې دوام نه شي کولی او د تېرو څو لسیزو تجربو ښودلې چې دې هېواد استبدادي نظامونه ژر یا وروسته رد کړي او مات کړي دي.

پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني په ۲۰۲۱ ميلادي کال کې له واګه ګوښه کړای شو

مخکنی افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ۲۰۲۱ ميلادي کال د اګست پر پنځلسمه کابل ښار ته د طالبانو له راتګ وړاندې بهر ته ولاړ. ځینې خلک پر هغه نیوکه کوي چې ګواکې د هېواد له پرېښودو سره یې د طالبانو بیا واکمنېدو ته لاره هواره کړه خو ښاغلي غني ویلي وو چې طالبانو غوښتل ویې وژني.

ښاغلي غني په دې ۱۲ دقیقه ییز غږیز پيغام کې د راتلونکي لپاره پر ګډې مبارزې او تفاهم په ټينګار کولو سره وویل چې: له تیارو د وتلو لپاره باید مبارزه د ټولو په ګډون، د ټولو د حقونو د تامین او د هر ډول تاوتریخوالي په ردولو ترسره شي.

ښاغلی غني یوه ورځ وروسته له هغه د ګډې مبارزې او تفاهم خبرې کوي چې د طالبانو مخالفو سیاستوالو چې د افغانستان د ژغورنې ملي شورا په اډانه کې له هېواده بهر را ټول شوي دي د سولې او ثبات لپاره یوه طرحه وړاندې کړه.

نړیواله ټولنه هم د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو پلوي ده او ټينګار کوي چې طالبان باید د دوحې له ژمنې سره سم یو ټول ګډونی حکومت رامنځته کړي.

ښاغلي غني د طالبانو او امریکا تر منځ د دوحې تړون یوه معامله بللې وه

محمد اشرف غني د دوحې سولې تړون چې د امریکا او طالبانو ترمنځ لاسلیک شوی یوه معامله وبلله او روان وضعیت یې د همدې تړون او په تېر نظام کې د فاسدو او ښوییدونکو عناصرو د ابن الوقتۍ د مستقیمې پایلې په توګه یاده کړه.

مخکېني افغان ولسمشر د طالبانو له خوا د نجونو پر زدکړه بندیز یو  ناورین وباله نوموړي د ښځو پر کار او آزاد ژوند او د نجونو پر زدکړه بندیزونه د هغه حق تر پښولاندې کول یاد کړل چې خدای خلکو ته ورکړي دي.

ښاغلي غني وویل چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د افغانستان تعلیمي نظام د پاکستاني مدرسو د وچ نظام تابع  شو او د هغوی پر یوه څانګه بدل شوی.

د افغانستان په سړو سیمو کې دوه ورځې وروسته (د کب په ۳مه) نوی ښوونیز کال پیلیږي، خو داسې نښې نه ښکاري چې د طالبانو حکومت دې د نجونو تړلي ښوونځي پرانیزي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button