ځایی

پخوانی ولسمشرغني: له پاکستانه د افغان کډوالو جبري ایستنه ناورین دی او باید مدیریت شي

د افغانستان پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې د افغان کډوالو راستنېدنه باید مدیریت شي

ښاغلي غني ویلي چې که طالبان یو مشروع حکومت جوړ نه کړي او له ستونزو سره مخامخ شي، نو افغانستان به د تباهۍ په لوري یوسي.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت چارواکي وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې شاوخوا ۶۰ زره افغان کډوال له پاکستانه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د کډوالو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، د ننګرهار ولايت په تورخم کې د راستنېدونکو د تثبيت او ښه راغلاست کمېټې آمريت د راپور پر بنسټ، د جمعې شپې له نيمايي د شنبې تر سهاره پورې ۵۶ زره او ۸۷۲ تنه افغان کډوال (د لړم په ۱۳مه) هېواد ته راستانه شوي دي.

د کډوالو بهیر راماتېدل

د دغه خبرپاڼې له مخې په دوی کې ۷ زره او ۱۰۹ کورنۍ وې چې ټولې له پاکستان څخه په “جبري توګه ایستل شوې دي.”

د کډوالو چارو وزارت دا هم ویلي چې پرون یوازې له تورخم څخه د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې زر کورنۍ بېلابېلو ولایتونو ته لېږدولې دي. د یاد وزارت په وینا د دفاع وزارت هم د لېږد په دغه لړۍ کې برخه اخیستې ده.

نور ولولئ: له پاکستانه ۱۶۵ زره افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي

نور ولولئ: حنیف اتمر: له اختلاف سره سره بیا هم له طالبانو سره همکاري کوم

بلخوا،‌ د پرځول شوي جمهوریت مخکېني ولسمشر محمد اشرف غني هم د کډوالو پر حالت اندېښنه ښودلې.‌ ښاغلي‌ غني په یوه غږیز پیغام کې ویلي،‌ په دومره لوی شمېر د کډوالو ستنېدل به پر بهرنیو مرستو د طالبانو د حکومت تیکه نور هم ډېره کړي.

“د طالبانو ادارې لا دمخه، عملاً په محدودو نړیوالو مرستو باندې اتکا قبوله کړې ده او د مهاجرینو په راتګ، له نوي بحران سره دا اتکا نوره ډېرېږي.”

افغانستان اوس د نړۍ د پام محور نه دی

ښاغلی غني زیاتوي چې د نړۍ پام اوس پر افغانستان ورټول نه دی او د کډوالو ستونزو حل لپاره “اجماع” اړینه ده.‌

هممهاله، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي ډانيل اندرېس د طالبانو د حکومت د کډوالو چارو له سرپرست وزیر خلیل الرحمان حقاني سره په کتنه کې د کډوالو اوسنی حالت د اندېښنې وړ بللی او د کډوالۍ د نړیوالې ادارې او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له استازو سره یو ځای يې په ګډه غونډه کې د دغو کډوالو ستونزو ته د بنسټیزو حل لارو او دايمي سرپناه او کاري فرصتونو برابرولو په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو حکومت د کډوالو چارو وزارت مرستیال محمد ارسلا خروټی چې په دغه غونډه کې و، له یادو مرستندویه ادارو غوښتي چې هم د کډوالو پر کوربه هېوادونو فشار راوړي چې په ورته لوړ شمېر د کډوالو له ورستنولو ډډه وکړي او هم راستنو شوو کډوالو ته خپلې مرستې ګړندۍ کړي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button