هنر او ادب

“پردی” د ايمل پسرلي نوی ناول دی چې تازه چاپ شو

په جلال اباد کې د کلاسیک خپرندویې ټولنې ویلي چې د لیکوال او خبریال ایمل پسرلي نوی ناول ( پردی) چاپ شوی

د ۳۱۱ مخونو په دې ناول کې د هغه افغان کیسه شوې ده چې پاکستان ته یې پناه وروړې خو د اسنادو د نه لرلو په پلمه نیول کېږي او زندان ته لېږل کېږي.

نور ولولئ: د مطالعې ګټورې لارې چارې او د هغې تاثیر

د دې ناول په لومړیو پاڼو کې لولو :٬٬په پردي کور کې پردی سړی وم، چا راته په څه سترګه نه کتل. وکیل مې خپل فیس اخیستی و، د یوه پردي د قضیې بایللو یې په کاري ژوند شاید اثر نه لاره. دلته تر ژبې پیسو ډېر کار کاوه. جېلر پیسې واخیستې، سپین کاغذ او قلم یې راکړل، لیکل ممکن وو، وخت پرې تېرېده، د زړه بړاس مې ایسته ، غم یې نه راته جوړاوه ، د یوه پردي اسیر په وس کې به لا څه وي، په زړه کې به څه کري ریبي، په ذهن کې به یې څه ورګرځي چې دوی ته سرخوږی جوړ کړي؟ زما په کرښو څوک نه پوهېدل ، یا یې په پوهېدلو ځان نه ستړی کاوه، پوښتنه یې نه کوله چې چا ته یې لیکم او ولې یې لیکم؟ دلته نه پښتو وه او نه چا پښتو لوسته.،،

د ناول کیسه څه ده؟

په دې ناول د سریزې په توګه وتلي کره کتونکي ډاکټر احسان الله درمل لیکلي ٬٬ د ناول کیسه د پهاړپور په نامه په یوه واړه کلي کې پېښېږي، خو دا وچ ککړ کلی، ډاکټر، ملا، خان، راني او د ناول نور کرکټرونه د دې داستان تر عناصرو ور هاخوا سیمبولیک قوت هم لري، چې لوستونکی ترې ګڼې معناوې اخیستلای شي. په بله ژبه، پهاړپور، خان و ملا، د پهاړپور اوسېدونکي، راني او د دوی ترمنځ اړیکي یوازې مجرد دالونه نه دي، بلکې د شمسي نظام غوندې یې په مدارونو کې د مدلولونو ګڼې سیارې څرخي، چې د غور او دقت په تلیسکوپ یې لیدلای شو. ،

نور ولولئ: په دې وروستيو کې په افغانستان کې د کتاب لوستلو دود پيکه شوی

پردی، د ايمل پسرلي څلورم ناول دی چې چاپېږي. تر دې وړاندې یې په ۲۰۲۱ کال کې د مفسد په نامه ناول چاپ شو. تر مفسد وړاندې د لټون او بې ځالې مرغه په نامه هم د ښاغلي لیکوال ناولونه چاپ شوي دي.

دا ناول په پاکستان کې د افغان کډوالو پر حالت راڅرخي

د پردي ناول په داسې وخت کې چاپېږي چې په پاکستان کې په رښتیا د هغو افغانانو د نیولو او ایستلو لړۍ توده شوې چې اسلام اباد یې ناقانونه بولي.

د خپرندویې ټولنې په وینا دا ناول به ډېر ژر لر او بر په کتابپلورنځیو کې مینه والو ته ورسېږي خو د اوس لپاره یې په جلال اباد کې د کلاسیک کتاب څخه موندلی شئ چې د ټیلې فون شمېرې یې دي

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button