اقتصاد او سوداګريتجارت خبرونه

پر اسراییل د حماس له بریدونو سره سم د تېلو او ګازو بیو لوړېدل

پر اسراییلو د حماس له بریدونو وروسته د تېلو او ګازو په بیو کې هم زیاتوالی راغلی دی

دارنګه رپوټونو ورکړل شوي چې د هوايي شرکتونو په ټکټونو کې هم زیاتوالی لیدل شوی او ویره داده چې که یاده جګړه دوام وکړي نو منځني ختیځ کې به د تېلو تولیدي شرکتونه او په خپله تولید له ستونزو سره مخامخ شي.

دوشنبه د برنت اوومه تېلو په هرې بوشکه کې دوه اعشاریه ۲۵ ډالره زیاتوالی راغی چې ورسره د یوه بېرل بیه څه کم ۸۷ ډالرو ته رسېدلې.

نور ولولئ: اذربایجان کې د تېلو زېرمې چاودنه؛ شاوخوا ۲۰ تنه وژل شوي او سلګونه ټپیان دي

اسراییل او فلسطین د تېلو تولیدونکي نه دي خو شاوخوا پرته سیمه یې د نړۍ یو دریمه برخه اړتیا وړ تېل تولیدوي.

امریکايي شرکت ته د ګازو د تولید درولو امر شوی

اسراییلو دوشنبه د متحدو ایالتونو د تېلو لوی شرکت شیورون ته امر وکړ چې د دغه هېواد شمالي سمندر غاړې ته نژدې د تامار طبیعي ګاز په ساحه کې تولید ودروي. دا سیمه غزې تړانګې ته دومره نژدې ده چې د حماس توغندي ور رسېدای شي.

د اسراییلو د انرژۍ وزارت چې د تېرو ناکراریو پر مهال یې هم د ګازو د تولید دغه سرچینه تړلې، ویلي چې د اسراییلو د انرژۍ د اړتیاو بشپړولو لپاره له نورو سرچینو څخه کافي سونګ لري.

شیورون ویلي چې له هېواده بهر د اسراییلو ترټولو لوی تولیدوونکی شرکت، لیویتان، نورمال فعالیت ته دوام ورکوي.

د انرژۍ شنونکي ساول کاونیک بي بي سي ته وویل چې د تېلو نړیوال نرخونه د پراخې ګډوډۍ د احتمال له امله لوړ شوي چې ښایي د ایران او سعودي عربستان په څېر د تېلو نژدې لویو تولیدوونکو هېوادونو ته هم خپور شي.

د تېلو اکمالات هم له خطر خالي نه دي

ښاغلي کاونیک زیاته کړه “که شخړه ایران ته، چې د حماس د بریدونو په ملاتړ تورن دی، وغځېږي، د نړۍ تر ۳ سلنې پورې د تېلو اکمالات له خطر سره مخامخ دي.”

د اجناسو لویې کارپوهې ‘کارولین بین’ د بي بي سي انګلیسي څانګې د نن ورځې خپرونې ته وویل چې ایران د امریکا له بندیزونو سره سره د روان کال په اوږدو کې د تېلو تولید زیات کړی دی.

هغې وویل، داسې ښکاري چې امریکا د ایران د تېلو تولید کې پر ثابت زیاتوالي سترګې پټې کړې، او دا به د امریکا لپاره خورا ستونزمنه وي چې له دې وروسته دې هم سترګې پرې پټې کړي.

نور ولولئ: د پاکستان بد اقتصادي حالت؛ د تېلو بیې شل روپۍ لوړې شوې

اغلې بین وايي تمه لري په ټوله کې د کال په وروستیو دریو میاشتو کې د تیلو تقاضا تر عرضې ډیره وي او له دې سره به بیې لوړې ځي.

ښاغلی کاونیک بیا وايي چې د نړۍ د اکمالاتو پنځمه برخه به هله یرغمل شي چې که د تېلو سوداګرۍ په مهمه لار ‘هرمز تنګي’ کې ګډوډي رامنځته شي.

هرمز تنګی د خلیج سیمې د تېلو عمده صادروونکو لپاره، چې اقتصاد یې څه نا څه د تېلو او ګازو پر تولید ولاړ دی، خورا مهم دی.

ایران په دې تنګي کې لوی لاس لري او د خوندي ساتلو لپاره یې تل له عربي هېوادونو سره په تعامل کې وي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button