پر افغانستان د پاکستان بریدونو ته د هند غبرګون: نوي ډیلي دا بریدونه په کلکه وغندل

د هند بهرنیو چارو وزارت پر افغان خاوره د پاکستان وروستي بریدونه په کلکه وغندل. په دې راپور کې پر افغانستان د پاکستان بریدونو ته د هند غبرګون او د افغان ځواکونو ځوابي بریدونه ولولئ.
هند یو وار بیا پر افغان خاوره د پاکستان پوځي رژیم بریدونه په کلکه غندلي دي. په سیمه کې د وروستیو نښتو او تاوتریخوالي په لړ کې، پر افغانستان د پاکستان بریدونو ته د هند غبرګون ډېر تند و او دا یې د افغانانو پر وړاندې یو ظالمانه عمل بللی دی. د هند د بهرنیو چارو وزارت وايي چې له تېرو څو ورځو راهیسې د پاکستان پوځي رژیم په افغانستان کې ملکي تاسیسات په نښه کړي او بېګناه ملکي وګړي یې شهیدان کړي دي.

د افغانستان پر ځمکنۍ بشپړتیا ټینګار
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند، رندهیر جیسوال د پاکستان دا بریدونه په کلکه غندلي او د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا او استقلال ته یې پر بشپړ درناوي ټینګار کړی دی.
هند تر دې مخکې هم بار بار پر افغان خاوره د پاکستان هوایي بریدونه په کلکه غندلي وو او دا یې د پاکستان د کورنۍ ناکامۍ د پټولو یوه هڅه بللې وه. د سیاسي چارو د شنونکو په باور، پر افغانستان د پاکستان بریدونو ته د هند غبرګون په ډاګه کوي چې سیمهییز هېوادونه د افغانستان پر خاوره د پاکستاني رژیم تېري ته په جدي سترګه ګوري. د یادولو ده چې له تېرو څو ورځو راهیسې پاکستان د افغانستان پر بېلابېلو سیمو هوايي بریدونه کړي چې له امله یې ملکي تاسیسات او عام هېوادوال په نښه شوي دي.

د اسلامي امارت کلک ځواب او د دفاع وزیر خبرداری
د پاکستان د پوځي رژیم د دغو بریدونو په ځواب کې، اسلامي امارت هم پراخ غبرګون ښودلی دی. افغان ځواکونو د پاکستان په پلازمېنه ډرون بریدونه کړي او همداراز یې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستاني عسکرو لسګونه پوستې او نظامي تاسیسات په بشپړه توګه ویجاړ کړي دي.

د یادولو ده چې څو ورځې مخکې د اسلامي امارت د ملي دفاع وزیر، مولوي محمد یعقوب مجاهد په زغرده ټینګار کړی و چې که کابل نارامه کېږي، نو د پاکستان پلازمېنه «اسلاماباد» به هم په نښه کېږي. دا نښتې ښيي چې افغان لوری د خپلې خاورې دفاع ته بشپړ چمتو دی.



