Uncategorized
رجحان

پر افغان کرېکټر احسان جنت ۵ کلن بندیز ولګول شو

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، د لوبو د “فساد ضد قانون له اصولو د سرغړونې” له امله يې پر توپ وهونکي احسان جنت د پنځو کلونو بنديز لګولی چې په وينا يې سملاسي پرې پلی کېږي.

د افغانستان کرېکټ بورډ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د کابل پرېمير ليګ (کې پي اېل) دويم پړاو سياليو پر مهال پرې د سرغړونې له کبله دغه بنديز لګول شوی دی. خو په اعلامیه کې د سرغړونې په اړه ډېر معلومات نه دي ورکړل شوي.

د اعلاميې له مخې احسان جنت به اجازه ونه لري چې د “پنځو کلونو لپاره کرېکټ او د کرېکټ اړونده چارو” کې برخه واخلي.

فساد ضد نړیوالو مادو سرغړونه

د افغانستان کرېکټ بورډ د اعلاميې له مخې نوموړي د لوبو د فساد ضد نړيوال قانون له مادو “خپله سرغړونه منلې ده.”

د لوبو د فساد ضد نړیوال قانون له مخې که کوم لوبغاړی چې د فساد په کړنو، جوړجاړي او ورته نورو مواردو کې ښکېلیږي، له پنځه کلونو تر عمري لوبیز بندیز سره مخ کېدی شي.

احسان جنت تراوسه رسنیو ته په خپله د دغه بنديز په اړه څه نه دي ويلي.

احسان جنت ښی لاسی توپوهونکی دی چې په دريو ټېسټ لوبو، ۱۶ يو ورځنيو نړيوالو او يوه شل اوريزه نړيواله سيالۍ کې د افغانستان لپاره لوبېدلی دی.

د احسان جنت کارکردګي

نوموړی په ټېسټ لوبو کې ټولې ۱۱۰ منډې لري. په يو ورځنيو نړيوالو کې يې د نژدې ۲۲ منډو په اوسط ټولې ۳۰۷ منډې کړې دي او په شل اوريزو نړيوالو کې يې ۲۰ منډې جوړې کړې دي.

په همدې حال د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، په لوبیز فساد کې د ښکېلتیا له امله پر دریو نورو لوبغاړو هم شکونه موجود دي او په اړه یې څېړنې روانې دي.

تر دې وړاندې په ۲۰۲۰ کال کې د افغانستان کرېکټ بورډ پر شفيق الله شفق د فساد قضيه کې د شپږو کلونو لپاره د کرېکټ په هر ډول سياليو کې د ګډون بنديز لګولی و.

خو د یادونې وړ ده چې د کرېکټ بورډ ددغه پرېکړې په غبرګون کې تر اوسه ځوان لوبغاړي احسان جنت له رسنیو یا د ټولنیزې میډیا پر خپلو اکاونټونو کوم غبرګون نه دی ښوولی. 

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button