لوبې خبرونه

پر دریو افغان ملي لوبغاړو لګول شوي بندیزونه تعدیل شول

د افغانستان کرکټ بورډ پر هغو دریو ملي لوبغاړو بندیزونه تعدیل کړل چې څه موده وړاندې یې ورباندې لګولي وو

د کرکټ دغه اداره وايي، فضل الحق فاروقي، نوین الحق او مجیب الرحمان د برېښنالیک له لارې د بورډ پر پرېکړه د تجدید نظر غوښتنه کړې وه

د افغانستان کرېکټ بورډ زیاتوي، د یوې ګومارل شوې کمېټې د ارزونې په پایله کې د ملي لوبډلې پر درېیو لوبغاړو (مجیب الرحمن، ‌فضل الحق فاروقي او نوین الحق) یې لګول شوي بندیزونه تعدیل کړي چې له مخې یې ښايي دوی ته مرکزي تړونونه ورکړل شي.‌

دوی اوس په سوداګریزو لیګونو کې ګډول کولی شي

کرېکټ بورډ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې له دې تعدیل سره به یاد لوبغاړي د ملي بوختیا او اداري ګټو په پام کې نیولو سره په سوداګریزو لیګونو کې ګډون وکړي.

وايي دغو لوبغاړو د برېښنالیک له لارې بېرته د افغانستان کرېکټ بورډ ته مراجعه وکړه او د مرکزي قرارداد لاسلیکولو لپاره یې بشپړه ژمنتیا وښوده.‌

نور ولولئ: افغان ۱۹کلنه کرکټ ملي لوبډله به د هند له لوبډلې سره لوبېږي

نور ولولئ: افغان کرکټ ملي لوبډله جنورۍ میاشت کې له هند سره درې ۲۰اوریزې لوبې لري

نور ولولئ: د افغانستان کرکټ بورډ له دریو لوبغاړو مرکزي قرارداد اخیستی دی

د تعدیل په دې پرېکړه کې به د تېرو لګول شویو بندیزونو پر ځای په دغو لوبغاړو ځینې اصول پلې شي، چې په راتلونکې کې له ورته پېښو ډډه وکړي.

پخوانۍ اعلامیه کې د ملي ګټو خلاف خبره

د افغانستان کرېکټ بورډ په مخکېنۍ اعلاميه کې د بندیزونو پرېکړې لامل د يادو لوبغاړو له خوا د مرکزي قرارداد له لاسلیکولو ډډه ياده شوې وه چې په وينا يې دا د “ملي ګټو خلاف عمل” دی.

کرېکټ بورډ وايي، دغه درې لوبغاړي به مرکزي قرارداد لاسلیک کړي او په محدودو سوداګریزو لیګونو کې به ولوبېږي چې په لاندې درېیو ټکو کې ورته اشاره شوې ده:

afghan players2
انځور؛ د افغانستان کرکټ بورډ

“لومړی- یادو لوبغاړو ته د خپلو کړنو (مرکزي قرارداد نه لاسلیک) له امله وروستۍ لیکلې اخطاریه ورکړل شوې او دغه راز به ترې یوه اندازه معاش هم ګرځول کېږي.

دویم- ملي دندې او د ادارې ګټو ته په کتو به دوی ته په سوداګریزو لیګونو کې د لوبېدو اجازت لیکونه یا NOCs ورکول کېږي.

دریم- دوی ته به مرکزي قرارداد د دوی غوره کارکردګي او اصولو ته د بشپړې ژمنتیا په بدل کې ورکول کېږي”.

د یادونې وړ ده چې مجیب الرحمن، فضل الحق فاروقي او نوین الحق له دې وړاندې د مرکزي قرارداد د نه لاسلیکولو له امله له یو لړ بندیزونو سره مخ شوي وو چې له امله یې ترې د یوه کال لپاره د مرکزي قرارداد د لاسلیکولو امتیاز اخیستل شوی و.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button