Uncategorized

پر پاکستان او طالبانو د واشنګټن غږ؛ د یو بل پر وړاندې زغم کار واخلئ

سپینې ماڼۍ له پاکستان او طالبانو غوښتي چې د یو بل پر وړاندې له زغم کار واخلي

طالبانو هغه مهال پر ډیورنډ فرضي کرښه د پاکستان پر پوستو برید وکړ چې اسلام اباد په پکتیکا او خوست ولایتونو کې هوايي بریدونه وکړل.

د افغانستان پر خوست او پکتیکا ولایتونو د پاکستان د بمبارۍ په تعقیب پر ځینو پاکستاني پوځي بنسټونو د طالبانو له بریدونو وروسته په لومړي غبرګون کې د امریکا متحده ایالتونو د ‘زغم’ غوښتنه کړې ده.

pakistan and taliban (2)
طالبان او پاکستاني ځواکونه

پر ملکي وګړو د امریکا خواشیني

امریکا وايي، پاکستان کې د اورپکو له لوري بریدونو کې د خلکو پر وژل کېدو او په افغانستان کې د بمباریو پرمهال د ولسي خلکو پر وژل کېدو ‘ژوره’ خواشیني ښيي.

د امریکا ولسمشرۍ ماڼۍ اطلاعاتو سکرترې کرېن ژان‌ پېري په افغانستان کې د طالبانو له حکومته وغوښتل چې باوري کړي، چې پر نورو د بریدونو لپاره ترهګر له افغان خاورې ګټه وانخلي. له ځايي وخت سره سم پر دوشنبې یوې خبرې غونډې ته وینا کې اغلې جین-پیري وویل، “امریکا ژمنه ده، چې افغانستان به نه پرېږدي، چې بیا د هغو ترهګرو په پټنځای بدل شي، چې غواړي امریکا، د امریکا ملګرو او متحدو هېوادونو ته زیان ورسوي.”

نور ولولئ: امرالله صالح وايي، انور کاکړ د څو ورځو صدراغظمۍ په خاطر خپل قوم ته سپکاوی کوي

نور ولولئ: تحریک طالبان پاکستان په فبرورۍ کې ۱۷۲ پاکستاني پوځیان او پولیس وژلي

نور ولولئ: پر افغان خاوره د پاکستان برید او د طالبانو چټګ غبرګون

امریکا له افغانستان سره په ګاونډ شمالي وزیرستان کې د یوه برید په ترڅ کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې او په افغانستان کې د هوايي برید پایله کې د ولسي وګړو پر وژل کېدو “ژوره” خواشینې ده.

pakistan and taliban (3)
د پاکستان جېټ الوتکې

پر دواړو خواوو د امریکا غږ

اغلې پیري ویلي، “موږ په طالبانو غږ کوو چې ډاډ ترلاسه کړي د افغانستان له خاورې څخه ترهګریز بریدونه نه کېږي او موږ له پاکستانه غواړو چې له زغم څخه کار واخلي او ډاډ ترلاسه کړي چې د دوی د ترهګرۍ ضد هڅو کې ملکي وګړو ته زیان نه رسېږي.”

له دې مخکې د دوشنبې په ورځ په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چې د پاکستان د پوځ الوتکو د افغانستان په جنوب ختیځ پکتیکا او خوست ولایتونو کې پر کورونو بمباري کړې چې له امله یې د دریو ماشومانو او پنځو ښځو په ګډون اته تنه وژل شوي دي.

اسلام اباد تایید کړه چې د دوی ځواکونو د اورپکو په اهدافو بریدونه کړي او د افغانستان حاکمیت ته یې د درناوي ډاډ ورکړی.

وروسته، طالبانو غچ اخیستونکي بریدونه پیل کړل او د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې یې د پاکستان پوځي تاسیسات په نښه کړل.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button