تجارت خبرونه

پر ښځو د طالبانو د بندیزونو دوام؛ یو شمېر نجونو انلاین سوداګري پيل کړې

په کابل کې داسې نجونې شته چې له سلو افغانیو یې  خپل انلاین کاروبار پیل کړی دی

په داسې حال کې چې خلک په دې باور دي چې د سوداګرۍ پیل ډېرو پیسو ته اړتیا لري، داسې کسان هم شته چې د لږو پیسو او نوښت سره یې کوچنۍ سوداګري پیل کړې ده.

راضیه افضلي یوه له دغو مېرمنو څخه ده چې درې میاشتې وړاندې یې د ۱۰۰ افغانیو په مرسته خپل انلاین کوچنی کاروبار پیل کړ.

هغه د “عتیقه برانډ عتیقه” په نوم یوه پاڼه جوړه کړه او په بېلابېلو رنګارنګ ډیزاینونو سره په لاسي اوبدل شوي بنګړي، بک‌مارک، د کلۍ ځنځیرونه او بېلابېل توکي په انلاین بڼه پلوري.

کله چې پېردونکي په دې پاڼه کې د یوه محصول د پېر غوښتنه وکړي، راضیه به یې د پېردونکي تر دروازې ورسوي.

پر ښځو د طالبانو د بندیزونو اغېز

راضیې وروسته له هغې د کابل په یوه خصوصي انستیتوټ کې د نرسنګ برخه کې زده‌کړې وکړې چې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې وتړل شوې، خو د کورنۍ کمزوري اقتصاد هغه اړ کړه چې پر انلاین د لاسي توکو پلور ته مخه کړي.

نوموړې وویل: «زموږ اقتصادي وضعیت ښه نه دی، د خور په مرسته، زه هڅه کوم چې د کورنۍ سره همکاري وکړم. سل افغانۍ مې چې لرلې لاړم تار مې واخیست او لاسي توکي مې واوبدل. د لاس‌بندونو پلور څخه مې ډېرې پیسې وګټلې او په دې توګه مې کار ته دوام ورکوم.»

نور ولولئ: د اسلامي همکاریو سازمان: زموږ پلاوي د نجونو د زده کړو او د ښځو کار په اړه له طالبانو سره خبرې کړي

نور ولولئ: رینا امیري وايي، په نادولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز ستونزې رامنځته کړې

له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کوونکو او د نجونو زده‌کړیالانو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو له تړل‌کېدو وروسته یو‌شمېر نجونو انلاین پلورنځو او سوداګرۍ ته مخه کړې ده.

۱۹کلنه صدف فرهاد هم له ښوونځي تر راګرځولو وروسته له تېرو څلور میاشتو راهیسې په انلاین بڼه کوچنۍ سوداګري کوي او له دې لارې یې ځان بوخت ساتلی دی.

ښه ډیزاین ښه بازار لري

فرهاد وايي چې د پخوانیو طرحو او ډیزاینونو په مرسته لاسي بکسي «بټوې» جوړوي چې په انلاین بڼه یې ښه پلور پیدا کړی دی.

په ورته مهال یو‌شمېر ورې نجونې چې کابل ښار کې پر انلاین سوداګرۍ بوختې دي، وايي، پر ښځو له محدودیت وروسته یې انلاین پلورنځي جوړ کړي او په مرسته یې کورني خواړه، لاسي صنایع، سینګار توکي، حجابونه، بوک‌مارک او بېلابېل کتابونه پلوري.

هېواد کې د انلاین پلورنځیو له رامنځته کېدو سربېره یو‌شمېر مېرمنو له هېواده بهر هم انلاین کاروبار پرانېستی او له دې لارې ځینې توکي پر هېواد‌والو پلوري.

د «مسکا د پوستکي مراقبتي او سینګار انلاین پلورنځی» پاڼې مسووله یاسمین حسن‌زاده چې له هېواده بهر ژوند کوي، هېواد کې دننه افغانانو ته خدمات وړاندې کوي.

که چېرته طالبانو د ښځو لپاره د کاروبار او زده کړو زمینه برابره کړي وای، نو دوی دې ته نه اړ کېدلې چې په هېواد که دننه په فقر کې ژوند وکړي او یا هم مجبورې کړل شي چې ځان وژنې او نورو زیان رسوونکو عملونو ته مخه کړي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button