افغانستان

پر کابل د پاکستان بمبار افغانان غوصه کړي او غچ اخیستو ته په تمه دي

اړوند خبرونه:

د پاکستان پوج: کراچۍ کې مو د ټي ټي پي خطرناکه اوولس کسیز ګروپ نیولی

خواجه اصف: د ټي ټي پي پرضد “عزم استحکام” عملیات د افغانستان خاورې ته غځوو

د افغانستان پر زړه د پاکستان د تېرې شپې هوایي بریدونو عام افغانان خواشیني او په غوصه کړې او ټول د غچ اخیستو غوښتنه کوي.

دلته یوازې څو غبرګونونه را اخلو!

هیله نجیب: د افغانستان د پخواني ولسمشر نجیب‌الله لور هیله نجیب د پاکستاني الوتکو له لورې په پلازمېنه کابل کې د نن ماښام بریدونو ته په غبرګون ویلې: ” افغانستان پر داسې یو هېواد بدل شوي چې نه خپلواکي لري او نه ملي حاکمیت”.

د کابل پوهنتون پخواني استاد اسماعیل یون ویلي: “له پاکستان نه د خلاصون یوازینۍ لاره دا ده چې هلته د جهاد اعلان وشي او د شریعت د نافذېدو لپاره باید انګریزي قانون ختم شي. هغه داسې مهال پر فېسبوک پاڼه دغه څرګندونې کړې، چې تېره شپه ناپېژانده الوتکو پر کابل بمبار کړی.”

عطاء الله خوګیاڼي په خپله فېسبوک پانه لیکلي: ” هېر مې نه یې کابله، پوره ۲۴ کاله وړاندې هم یو امارت، کابله نن هم ستا په سپیڅلې خاوره هماغه امارت واکمن دی، نن ډیره څه شته، خو بیا هم د تاریخ لومړۍ توره کړنه ستا په وجود تکراریږي، پنجاب دې په زړه، زړه ولي. قربان کابله!اوښکې دې وچې کړه، ټپونه دې ملحم کړه، په خاوره دې واکمن ته ور یاد کړه، که پاکستان اټوم لري، خو هغه څه نلري، چې ته یې لرې، هغه ستا ملت دی، چې د پاکستان پر وړاندې درسره دریدلی.قسم ورته وکړه، چې خویندې، میندې او ماشومان هم درسره سنګر ته درومي او غواړي، خپل تاریخ نن رښتیني کړي، نن د پنجاب پر وړاندې د تاریخ جوړونې ورځ ده.

پر خوست او پکتیکا د پاکستاني جیټ الوتکو تازه بریدونه

طالب پلوی جانان خدرخیل لیکلي: “یوه خبره درته کوم چې وطن کې د هر بد غږ سر او بېخ ناپاکستان ته وځي. زما دا یوه خبره درسره نوټ کړئ چې اسراییل د کوپارو پاکستان دی او پاکستان د مسلمانانو اسراییل. د نړۍ پر مخ بدترینه مخلوک او ناوړه نقطه…تعلیم فرض ځکه دی چې د داسې غږونو نوعیت پېژندل کېږي، دفاع او ځواب پې ورکېدلای شي.مخسد موږ باید پوه شو چې واک یوازې په ځمکه نه بلکې په فضا هم مهم دی.

او نن سبا چې پر فضا کنټرول و نه لرې، په پرمختللې نړۍ کې ٩٥ فیصده شاته پاتې یې او په هیڅ سترګه نه درته کتل کېږي.”

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button