سیمه ییز خبرونه

پلازمینه کې درسي امکانات؛ زده کوونکي: ټولګي او درسي توکي نه لرو

په کابل کې زده کوونکي د ښوونکو او درسي موادو له کمښت څخه اندېښمن دي

کابل کې ډېر شمېر زده کوونکي د ښوونکي پر کموالي او د درسي توکو پر نشتوالي نیوکه کوي. دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د پوهنې وزارت په ټول هېواد کې د زده کوونکو لپاره د کتابونو له چاپ خبرې کړې وې. خو زده کوونکي د پلازمېنې په بېلابېلو برخو کې له خپلو ستونزو کیسې کوي.

شپږ کاله کیږي چې موږ ټولګي لرو

یو له له زده کوونکو څخه مرضیه وايي:«له اسلامي امارته غواړم چې موږ ته ټولګي جوړ کړي. شپږ کاله کېږي چې ټولګي، کتاب او څوکۍ نه لرو. موږ غواړو درس ووایوو او خپل وطن جوړ کړو.»

دوی موږ غواړي، دوی غواړي موږ درس ورکړو

په دې منځ کې داسې ښوونکي هم شته چې په رضاکاره توګه په تدریس بوختې دي. په بګرامۍ ولسوالۍ کې د کندو سنګ ښوونځي یوه ښوونکې وايي:«د دې لپاره دلته راځو دوی (زده کوونکي) موږ ته هیله لري، هغوی غواړي چې درس ووايي.»

نور یی ولوله | د هلمند د تړون له مخې د ایران حق‌ابې په اړه د کابل–تهران هوکړه

نور یی ولوله | مولوي عبدالکبیر: امارت د نړۍ له هېوادونو سره نېکې اړیکې غواړي

د دغه ښوونځي یوه بله ښوونکې هم څرګندوي:«زموږ شاګردان چې له سهاره راځي، دلته لمر سوځنده دی، تر هغې چې ځي. د ډېریو پوزې وینې کېږي، اسهال او زده بدوالی ورته پیدا کېږي.»  د بګرامیو ولسوالیو یو شمېر قومي مشران د پوهنې په برخه کې د پخوانیو حکومتونو پرکم کاریو نیوکه کوي.

موږ ډیری نیمګړتیاوې لرو. د زده کونکو والدین چې د خپلو ماشومانو د زده کړې لیدو ته راځي 

د کندوسنګ ښوونځي سرښوونکي ګلستان احمدزي وویل:«ډېرې کمبودۍ لرو، د زده کوونکو والدین چې راځي ویني چې بچیان یې به پرانیستې فضا کې تر لمر لاندې درس وايي. ښوونځی ودانۍ نه لري.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button