پنجشیر کې پراختیايي پروژې؛ د ۴.۵ میلیونه ډالرو په لګښت د ۱۳۰ پروژو عملي چارې پیل شوې

پنجشیر کې پراختیايي پروژې؛ د پنجشیر سیمهییزو چارواکو خبر ورکړی چې په دغه ولایت کې د څه باندې ۴.۵ میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت د ۱۳۰ پراختیايي پروژو عملي چارې پیل شوې دي. د چارواکو په وینا، دا پروژې به د بنسټیزو خدمتونو د پراختیا ترڅنګ د زرګونو اوسېدونکو لپاره د کار زمینه هم برابره کړي.
پنجشیر کې پراختیايي پروژې د بنسټیزو اسانتیاوو د پراختیا لپاره
د پنجشیر والي حافظ محمد اغا حکیم د ډاکار مؤسسې له مسوولینو سره په لیدنه کې ویلي چې سیمهییزه اداره به د دغو پروژو د پلي کېدو او اړینو اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې هر ډول همکاري وکړي.
هغه ټینګار کړی چې د دغو پروژو عملي کېدل د ولایت د ابادۍ، اقتصادي ودې او د خلکو د ژوند د کیفیت د ښه کېدو لپاره یو مهم ګام ګڼل کېږي.
پنجشیر کې پراختیايي پروژې؛ زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابریږي
د ډاکار مؤسسې ولایتي مسوول هم ډاډ ورکړی چې د پروژو له پیل سره به په مستقیم او غیر مستقیم ډول زرګونو کسانو ته د کار فرصتونه رامنځته شي، چې دا به د سیمهییز اقتصاد په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.
د چارواکو د معلوماتو له مخې، په دغو پروژو کې د کلیوالي او بنسټیزو زیربناوو د جوړولو بېلابېل پروګرامونه شامل دي، چې مهم یې دا دي:
د سړکونو جوړول او رغول؛
د کرنیزو کانالونو جوړول؛
د څښاک اوبو د شبکو پراختیا؛
د چکډېمونو جوړول؛
او د کوچنیو برېښناکوټونو جوړول.
ټاکل شوې چې د اړینو تخنیکي او اداري چمتووالي له بشپړېدو وروسته د دغو پروژو عملي کارونه په رسمي ډول پیل شي.
پنجشیر کې پراختیايي پروژې؛ د پراختیايي او بشري مرستو کچه هم لوړه شوې
د سیمهییزو چارواکو په وینا، د روان کال په ترڅ کې د پنجشیر ولایت لپاره د سیمهییزې ادارې او سکټوري بنسټونو د هڅو په پایله کې د ملي او نړیوالو ادارو له لوري شاوخوا ۱۶ میلیونه امریکایي ډالره پراختیايي او بشري مرستې هم جذب شوې دي.
تمه کېږي چې د دغو مرستو او روانو پروژو په پلي کېدو سره به د ولایت په بېلابېلو برخو کې بنسټیز خدمات پراخ، اقتصادي فعالیتونه پیاوړي او د خلکو د ژوند شرایط لا ښه شي.



