نړیوال خبرونه

پنجشېر کې د یو ځوان د وژل کېدو پر ضد احتجاج؛ خلکو د طالبانو او پاکستان پر ضد شعارونه ورکړل

د افغانستان مرکزي پنجشیر ولایت کې یو شمیر ځايي اوسېدونکو د یوه ځوان د وژنې په اعتراض کې یکشنبه د والي دفتر مخې ته لاریون وکړ،‌ او د طالبانو او پاکستان پر ضد یې شعارونه ورکړل عیني شاهدان وايي چې طالب وسله والو د پېښې ځای کې پر یو کور ډزې پیل کړې او په پایله کې یو کس وژل شوی دی

د وژل شوي کس کورنۍ وایي، دا ځوان بېګناه و او د طالب وسلوالو لخوا په ناحقه وژل شوی دی له پېښې وروسته قهرېدلي کسان د دې ځوان له مړي سره د پنجشېر د والي دفتر مخې ته لاړل او هلته یې د قاتلینو د نیولو غوښتنه وکړه وروسته له هغه چې طالبانو د تېر سپتمبر په لومړیو کې پنجشیر ولایت ونیوه دا لومړی ځل دی چې ځايي خلک د طالبانو پر ضد یوه لاریون کې برخه اخلي

نور یی ولوله | ملګرو ملتونو د طالبانو پر مشرانو د سفر لګېدلي بندیزونه د دریو نورو میاشتو لپاره نرم کړي

لاریونوالو همدا راز د امریکا پرضد او د پخواني جهادي قوماندان احمد شاه مسعود د زوی احمد مسعود پر پلوۍ شعارونه ورکول. احمد مسعود د طالبانو د مخالفې جبهې مشر دی پر خواله رسنیو ویډیوګانو کې ښکاري چې شاوخوا د طالبانو پوځي موټر او وسله وال شته او هڅه کوي لاریون کوونکي ارام کړي

د طالبانو په حکومت کې د پنجشیر مرستیال والي ملنګ شاه ورح الله د احتجاج کوونکو سره د لیدنې پر مهال هڅه وکړه چې کړي ارامه کړي او ژمنه یې وکړه چې د پېښې مسؤل کس سره به حساب کېږي نوموړي قهرېدلیو کسانو ته وویل، ولسوال یې له ځان سره د یوه تورن په توګه راوستی دی او له لاریون کونکو غواړي چې طالبانو ته وخت ورکړي چې په دې اړه څېړنې وکړي خو پر خواله رسنیو خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې د وژل شوي ځوان پلار طالب چارواکي ته وایي چې طالب وسله وال په دې سره کار سره وحشت کړی یو بل لاریون طالب چارواکي ته وايي چې طالب وسله وال دا بې ګناه ځوان وژلی او دوی غواړي چې د دې ځوان وژونکی دوی ته وسپارل شي یاده دې وي چې له دې وړاندې کابل کې هم د طالبانو ضد لاریونونه شوي ، د دې لاریونونو ډېره برخه د ښځو له خوا تنظیم شوې وې او دوی د کار او زدکړې حق غوښتنه کوله

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button