په افغانستان کې بې وزلي خپل وروستي حد ته رسېدلي او ورځ په ورځ د خلکو اقتصادي حالت خرابېږي
افغانان په هېواد کې له بې روزګارۍ او د ژوند لومړنیو اړتیاوو ته د نه لاس رسي له ستونزې سره مخامخ دي. خو طالبان د افغانانو ناچاري او غربت هم د بهرنیو او د طالبانو د سیاسي مخالفینو له لوري د خپل ځان پر وړاندې منفي تبلیغات بولي.
تازه د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې اداره «اوچا» وایي، چې واک ته د طالبانو له رسېدو درې کاله وروسته د ۹.۲مېلیونه ماشومانو په ګډون د افغانستان نیمایي خلک چې ۲۳.۷ مېلیونه خلک کېږي بشري مرستو ته اړتیا لري.
دغه سازمان د یوه لنډ راپور په خپرولو سره ویلي، چې افغانستان له یوه سخت بشري ناورین سره مخامخ دی.
څومره افغانان د خوړو خوندیتوب نه لري؟
د اوچا د راپور له مخې، د افغانستان ۲۳.۷ مېلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري، ۱۲.۴ مېلیونه یې د خوړو خوندیتوب نه لري او ۴۸ سلنه یې د بې وزلۍ تر کرښې لاندې دي.
په راپور کې راغلي، چې بشري مرستې د تېرو کلونو پرتله په چټکۍ سره کمې شوې دي.
دغه سازمان وایي، چې د ژوند ژغورنې پروګرامونو د دوام لپاره بېړنیو مرستو ته اړتیا ده.
د لوړې کچې خوارځواکي
د راپور له مخې، د څلوېښت کلنو جګړو او د بې وزلۍ څخه بیا رغونه د خورا سختې لوړې کچې د خوارځواکۍ، اوږدمهاله بې ځایه کېدل، د چاودېدونکو توکو پراخه ککړتیا، طبیعي پېښې، د ساري ناروغیو خپرېدل، د اقلیمي بدلون اغېزې او خورا سخت سیاسي وضعیت، د سختو شرایطو له امله خلک له دغو ننګونو سره مخامخ کړي دي.
دغه سازمان وایي، چې د ښځو او نجونو پر بنسټیزو حقونو او ازادۍ محدودیتونه هم هغه لاملونه دي چې مرستو او ځینو خدمتونو ته یې د دوی لاسرسی پیکه کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د بې روزګارۍ کچه لوړه ده او له همدې امله د افغاني ټولنې ځوان قشر له هېواد په غیر قانوني لارو نورو هېوادونو ته په کار او مزدورۍ پسې ځي چې اکثره یې د نورو هېوادونو د پوله ساتو ځواکونو لخوا په ډزو او یا تر شکنجو لاندې وژل کېږي.
خو له دې سره، سره طالبان د بې روزګارۍ د کچې راټیټولو لپاره هېڅ برنامه په لاس کې نه لري.