سیمه ییز خبرونه

په ایران کې د ملي ماتم اعلان؛ د قاسم سلیماني په تلین غونډه کې چاودنې له سلو ډېر کسان وژلي

سپینې ماڼۍ ویلي چې موږ په دې چاودنه کې ښکېل نه یو او د ایران ورباندې لګولی تور یې رد کړ

د ایران د ولسمشر سیاسي مرستیال محمد جمشیدي امریکا او اسرائیل تورن کړي دي چې د ایران د کرمان په چاودنو کې، چې څه باندې ۱۰۰ تنه په کې ووژل شول، لاس لري، خو امریکا ویلي دي چې په دغو چاودنو کې دخېل نه دي.

د ایران رسنۍ وايي چې د دغه هېواد د سپاه پاسداران د قدس ډلې د پخواني قوماندان قاسم سلیماني د څلورم تلین مراسمو ته څېرمه چاودنې کې ۱۰۳ تنه وژل شوي دي. خو وروسته د ایران د روغتیا وزارت وویل چې د وژل شویو شمېر ۹۵ تنه دی.

په دغه هېواد کې د ملي ماتم اعلانېدل

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي له دغو چاودنو وروسته ترکیې ته خپل پلان شوی سفر ځنډولی دی او نن پنجشنبه جنوري څلورمه (مرغومې۱۴) په ایران کې ملي ماتم اعلان شوی دی.

نور ولولئ:

ایران د حزر سمندرګي قطعې ته د دیلمان په نوم نوي بېړۍ ورزیاته کړه

نور ولولئ: د ایران پرمختللي وسلې د روسیې پوځي نندارتون کې

 

iran2
په ایران کې د وروستۍ چاودونې انځور چې تر سلو زیات کسان په کې وژل شوي دي.

 

ایراني چارواکو رسنیو ته ویلي دي چې په چاودنو کې حد اقل ۱۷۱ تنه نور ژوبل شوي ‌دي. سلګونو کسانو په دغو مراسمو کې برخه اخیستې وه.

تر دې دمه کومې ډلې د دغه برید مسئولیت نه دی منلي. یو امریکايي چارواکي ویلي دي چې دا چاودنې هغو بریدونو ته ورته دي چې د داعش ډله یې کوي.

ایران پر اسراییلو او امریکا د چادونو تور پورې کړی دی

خو د ایران د ولسممشر سیاسي مرستیال محمد جمشیدي په خپل ایکس حساب کې تورلګولی دی چې دا د امریکا او اسرائیل کار دی. هغه لیکلي دي: «د دغه جنایت مسئولیت د امریکا او صهیونستي رژیم په غاړه دی او ترهګر د هغوی لاسپوڅي دي.» نوموړي د خپلې دغې ادعا لپاره کوم شواهد او دلیل وړاندې کړی نه دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر ویلي دي چې اسرائیل او امریکا په دغو چاودنو کې لاس نه لري.

میلر ویلي: «متحده ایالتونه په هېڅ ډول دخېل نه دی… هېڅ داسې دلیل نه وینو چې باور وکړو اسرائیل په دغو چاودنو کې دخېل وي.»

په همدې حال کې د اسرائیل د پوځ د ویاند دنیل هګاري څخه د ایران د دغه تور په اړه پوښتنه وشوه، هغه وویل: «زموږ تمرکز له حماس سره په مبارزې باندې دی.»

د ایران مذهبي مشر علي خامنه یي خبرداری ورکړی دی چې د ایران دښمنان باید پوه شي چې دا ناوړه عمل به سخت ځواب ولري.

د یادونې وړ ده چې په ایران کې په تېرو څو لسیزو کې دغه وروستۍ پېښه تر ټولو خونړه بلل شوي ده او د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ورباندې هم خواشیني څرګنده کړې ده.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button