نړیوال خبرونه

په تحصیلي بنسټونو کې د اصلاحاتو د راوستو په نوم د لوړو زده ‌کړو وزارت هڅې

د لوړو زده ‌کړو سرپرست وزیر ندامحمد ندیم د هېواد په تحصیلي بنسټونو کې د اصلاحاتو د راوستو له هڅو خبر ورکړی

د اسلامي امارت دې لوړ پوړې چارواکي چې کندهار کې د یوه خصوصي پوهنتون په فراغت غونډه کې یې ګډون کړی و وویل چې په تېر حکومت کې د زورواکو له لوري د لوړو زده ‌کړو ځينې خصوصي پوهنتونه جوړ شوي وو چې د ډالرو په بدل کې یې ځوانانو ته تحصیلي اسنادونه ورکول.

ندامحمد ندیم زیاته کړه چې د ورته بنسټونو د اصلاح او بدیل په لټه کې دی.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وویل:”شاید بیا په بعضو کې تصمیم د دې ونیول شي هغه موسسات چې بنیاد یې پر فساد وي او د خدمت اراده نه لري، جامعه فاسدوي هغه کې به بیا کوښښ وکړو چې بدیل ورته پیدا کړو.”

د لوړو زده ‌کړو سرپرست زیاته کړه چې د لوړو زده ‌کړو په برخه کې د خصوصي پوهنتونونو د ستونزو د حل لپاره یې یو کمېسیون ته دنده سپارلې او د ټولو وزارتونو پر مسوولینو يې غږ وکړ چې تازه فارغ شوي ځوانان دې په ادارو کې جذب کړي.

نور ولولئ: په افغانستان کې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو تړلو پرېکړې پراخ غبرګونونه راپارولي

مولوي ندامحمد ندیم زیاتوي:”پر ټولو وزیر صاحبانو دا غږ دی چې د دغې میډیا له لارې په خصوصي مجالسو کې هم ورته ووايي چې دغه ځوانان تاسې په خدماتو کې درسره راولئ. هم قوت لري او هم یې استعداد لري او هم یې په دې سلسله کې ځان فارغه کړی دی.”

په سوېل کې د خصوصي لوړو زده‌کړو ټولنې مسوول سید فاروق نعیمي هم وايي:”د اسلامي امارت له مشرانو څخه مو غوښتنه دا ده چې دا لوی تحصیلي سکټور حمایه کړئ، همکاري ورسره وکړئ تشویق یې کړئ.”

نور ولولئ: د یوناما مشره: د نجونو د تعلیم مخنیوی به پر افغانستان نه‌جبرانېدوکی اغېز وکړي

د لوړو زده‌ کړو سرپرست وزیر وايي چې دوی هڅه کوي د لوړو زده ‌کړو په برخه کې خصوصي مرکزونه پياوړي کړي ځکه په وینا یې یوازي نظام د ټولو خلکو ستونزې نشي حل کولای.

د طالبانو د لوړو زدکړو سرپرست وزير په داسې مهال دا څرګندونې کوي چې ټول تحصیلي بنسټونه د نجونو په مخ تړلي دي او د بيرته پرانيستلو هيڅ څرک يې نه ليدل کيږي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button