په ترکیه کې د افغانستان د سفارت تړل کېدل
اړوند خبرونه:
د افغان کډوالو په اړه له پاکستان او طالبانو د چین غوښتنه
طالبان وايي، افغانستان به د چین د یوه کمربند او سړک پروژې غړی شي
د ترکیې په پلازمېنه انقره کې د افغانستان سفارت نن (پنجشنبې) ماسپښین رسماً بندېږي.
په سفارت کې یوې خبرې سرچینې د چهارشنبې په ورځ افغانناو ته وویل چې په انقره کې به د افغانستان سفارت د پنجشنبې په ماسپښین په رسمي ډول وتړل شي، او د دې دفتر کنټرول به د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ته وسپارل شي.
تر دې وړاندې د واشنګټن او برلین په شمول د نړۍ د څو نورو هیوادونو په پلازمېنو کې هم د افغانستان سفارتونه له دې کبله چې د طالبانو له باندنیو چارو وزارت سره یې تعامل نه کاوه، تړل شوي یا کوربه هیوادونو یې کنټرول په لاس کې اخیستی دی.
د ترکیې په استانبول کې د افغانستان د کونسلګرۍ ستونزه مخکې حل شوې خو په انقره کې سفارت لا هم د طالبانو د مخالفانوپه لاس کې و. له همدې کبله د ترکیې حکومت پرېکړه کړې چې سفارت وتړي.
په سفارت کې خبرې سرچینې تاند ته وویل چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د فبروري په ۳مه دوی ته یو لیک واستاوه او په هغه کې یې وویل چې یا په خپله سفارت بند کړو او یا به د دوی پولیس د سفارت دروازې وتړي.
په دې اړه ځینو نورو افغاني رسنیو ویلي چې د ترکیې حکومت دا اقدام د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له لوري پر سفارت د زیاتېدونکي فشار له کبله کړی دی.
د طالبانو حکومت هیڅ هیواد په رسمیت نه پېژني خو که د افغانستان سفارتونه او کونسلګرۍ له کابل سره تعامل ونه لري په کوربه هیوادونو کې افغانانو ته کونسلي خدمات نه شي وړاندې کولی او همدا دلیل دی چې د افغانستان دیپلوماتیکې استازولۍ یو په بل پسې تړل کېږي.