په ترکیه کې د مارشال دوستم په کوربتوب د افغان سیاستوالو ناسته

ځړول شوی:مې 20, 2022 لخوا ځړول شوی:مسعود تبصرې:0

یو شمېر افغان سیاستوال او پخوانيو جهادي مشرانو په ترکیه کې د افغانستان په اړه ناسته کړې. د مارشال دوستم په مشرۍ د اسلامي خوځښت ګوند ویاند احسان نیرو وايي، دا ناسته به څو ورځې دوام پیدا کړي چې په‌کې به د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې وشوي.

محمد محقق، احمد ولي مسعود، احمد ضیاء مسعود، د سلاح‌الدین رباني استازی، حضرت علي، میر رحمان رحماني، عبدالهادي ارغندېوال او د کریم خلیلي استازي په‌دې ناسته کې حضوري او د محمد یونس قانوني په ګډون یو شمېر نورو سیاسي او جهادي څېرو په انلاین بڼه ګډون کړی وو.

احسان نیرو وویل: «مارشال صاحب دوستم په انقره کې د افغانستان د ګوندونو مشرانو او سیاسي څېرو کوربه وو او د دې ناستې موخه د افغانستان وضعیت تغیرولو په موخه د نظرونو تبادله وه.»

نور یی ولوله | اطلاعاتو ته دلاسرسي او د رسنیزو سرغړونې دڅېړلو کمېسیونونه فعالېدل

په افغانستان کې د جموريت له پرځېدو وروسته، دا لومړی ځل دی چې پخواني سیاستوال د افغانستان په اړه سره راټولېږي. د سیاسي چارو کارپوه حامد عزیز مجددي وايي: «هره ناسته چې د افغانستان د تل‌پاتې سولې او ټینګښت لپاره د هر چا له لورې جوړېږي، زما له انده د ستاینې وړ ده.»

خو اسلامي امارت د دې ناستې جوړېدل جدي نه بولي او زیاتوي، اوس‌مهال په افغانستان کې هېڅ داسې سیاسي جریان نه‌شته د خلکو ملاتړ ورسره وي. د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي: «کوم جریان او یا شی چې د اړتیا وړ وي او د خلکو ملاتړ ولري، نه‌لرو.» دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د ترکیې حکومت څو ناستو ته اجازه نه‌ وه ورکړې، خو د سرچینو په خبره، دا ناسته د ترکیې حکومت په همغږۍ شوې جوړه شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

زموږ په خبر پاڼه کې ګډون وکړئ
وروستي مقالې، دندې، وړیا، تفریحي خبرونه په مستقیم ډول ستاسو ان باکس ته وړاندې کړئ.
170000 پیرودونکي دلته دي.