نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

په تل ابیب کې تازه بریدونو مرګ ژوبله اړولې ده

اسراييل په تل ابیب کې تر خونړیو بریدونو وروسته د امنیتي ځواکونو د پیاوړي کولو لپاره ریزرف پولیس او سرتیرې راټولوي

دا په داسې حال کې ده چې په تل ابیب کې د موټر په وسیله یوه برید کې یو ایټالوی سیلاني وژل شوی دی.

په تل ابیب کې د اسرايیل د لومړي وزیر دفتر اعلان کړی دی چې په پلازمېنه تل ابیب کې له برید وروسته بنیامین نتانیاهو امر کړی دی چې:”د سرحدي پولیسو ټول ذخیره یي واحدونه دې را ټول شي.”

په الاقصی مسجد کې تر ۳۵۰ ډېر فلسطینیان نیول شوي

همدارنگه اعلان شوی چې د اسرايیل د لومړي وزیر په امر ټاکل شوې ده اضافي ځواکونه راټول او استفاده ترې وشي څو وکولی شي چې د دوی په وینا له ترهګریزو بریدونو سره مقابله وکړي.

د لبنان په سویل او غزه کې له اسراييل سره د فلسطینیانو د نښتو له زیاتېدو سره هم مهاله تل ابیب د جمعې په ماښام د یوه خونړي برید شاهد و.

د خبري اژانسونو د رپوټ پر بنسټ یوه سړي د تل ابیب په یوه ساحلي پیاده رو کې خپل موټر پر لارویانو ور وستلی دی. په دې برید کې یو تن وژل شوی او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

هغه کس چې په دې پيښه کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی د مالوماتو له مخې یو ۳۶ کلن ایټالوی سیلاني و. په اسرائیل کې د ایټالیا سفارت هم دا خبر تائید کړی دی.

اسرائیلي پولیسو ویلي چې دغه موټر د برید پر مهال اوښتی یا چپه شوی دی او برید کوونکي کس اراده درلوده چې خپله وسله راوباسي چې په دې وخت کې پولیس ورته متوجه شوي او هغه يې په ډزو له منځه وړی دی.

په ورته وخت کې یوه بله حمله د اردن سیند په لویدیځه غاړه کې هم شوې ده

په یوه بله پيښه کې چې د اردن رود په لویدیځه غاړه یهودي میشت ښارگوټي ته نږدې رامنځته شوې ده پر یو موټر چې دری ښځې (یوه مور او دوه لوڼې) په کې سپاره ول ډزې شوي دي. د دې برید په پایله کې دواړو خوېندو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او مور یې په شدید ډول ټپې شوې ده. د دغو نجونو پلار چې ظاهرا په یوه بل موټر کې د دوی پسې و د دې پيښې شاهد و.

ویل کیږي چې دوی د اسرايیلي ښارګوټي افرات اوسیدونکي ول، خو د بریتانیا تابعیت یي هم درلود. د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت هم دا موضوع تائیده کړې ده.

تر اوسه پورې هیچا یا کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی خو د حماس سازمان یوه ویاند د دې برید هرکلی کړی دی او دا یې د هغو جنایتونو غچ بللی دی چې اسرايیلو په مسجد الاقصی او د اردن سیند په لویدیځه غاړه کې ترسره کړي دي.

پولیس او امنیتي ځواکونه د دغه برید د عامل په لټه کې دي. د اسرائیلو د دفاع وزیر یواو گالانت، په دې هکله ژمنه کړې ده چې عامل کس به هدیرې یا زندان ته رسوي.

نور ولولئ: په اقصی جومات کې د لمونځ کونکو او اسراییلي پولیسو ترمنځ نښتې شوې

دغه بریدونه په داسې وخت کې ترسره کیږي چې په وروستیو ورځو کې د اسراییلو او فلسطینیانو او همدارنګه له لبنان سره روان تشنج تازه انديښنې را پارولي دي.

د پراخو نظامي نښتو نوې څپه د چهارشنبې په ورځ پر مسجد الاقصی باندې د اسراييلي پولیسو د هجوم په پایله کې شروع شوه. د هغو توغندیو چې د لبنان له سویل او غزې تړانگې څخه پر اسرايیلو وتوغول شول د دغه هیواد پوځ هم د غچ اخیستونکو هوایي بریدونو په ترڅ کې د لبنان په سویل او غزه کې ځینې نقطې په نښه کړې.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button