نړیوال خبرونه

په تورخم دروازې یو ورځ کې سومره مسافرراواوښتل؟

د افغانستان دپاکستان سره ګډه پوله تر ټولومصروف  لارې تورخم له موقتي خلاصېدو سره د پاکستان لور ته ایسار ۴۶۰۰ افغانان افغانستان ته راواپس شو. دغه دروازه یو ځل بیا د دواړو مملکتونو د حکومت تر منځ له هوکړې وروسته په موقتي ډول نن سهار خلاصه شوه .

دجلال اباد د والي ویاند عطاالله خوګیازسنیو  ته وویل، د را اوښتونکو افغانانو لپاره تورخم کې امنیتي او صحي تیاری شوی دی. څو ورځو راهیسې خواله رسنیو کې انځورونو ښودله چې لنډي کوتل کې لسګونه افغانان خپل هېواد ته د اوښتو په تمه دي.

. په اسلام اباد کې افغان سفیر عاطف مشعل خپل ټوېټر کې ليکلي وو ، چې د یوې ورځې لپاره به بیا تورخم د افغانانو لپاره خلاص وي .عطاالله خوګیاڼی وايي،د هوکړې له مخې به دا لار د شپې تر نهو بجو پرانیستې وي: “خو که د هغې خوا چارواکي په دې ژمنه وفا وکړي:

د تورخم ښاروال راحت ګل زیارمل تمه ښيي چې له دې وروسته هفتې کې دا لار د یوې ورځې لپاره د ایسارو افغانانو لپاره پرانیستل شي.

 ګاونډي پاکستان د تېرې مارچ په نيمايي کې د کورونا وېروس د خپرېدو له وېرې له افغانستان سره ټولې لارې د تګ راتګ او سوداګريزو موټرو پر مخ وتړلې، خو د اپرېل پر ۶ یې د څلورو ورځو لپاره ایسارو افغانانو ته دواړه لارې بیا پرانیستې.

تېره چارشنبه هم تورخم له کرښې پورې غاړه ایسارو افغانانو ته یوه ورځ پرانیستل شوه او د چارواکو په خبره، تر څلور زرو کسان پرې را واوښتل. دوه اونۍ وړاندې د افغانستان او پاکستان د هوکړې له مخې تورخم او چمن لارې پاکستان کې د ايسارو ۱۲ زرو موټرو د را تېرېدو لپاره اونۍ کې درې ورځې پرانيستل شوې.

بل خوا افغان چارواکو وویل، تورخم او سپن بولدک لويې لارې به اونۍ کې په يوه اړخیزه توګه د پنځو ورځو لپاره سوداګريزو موټرو ته پرانېستې وي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button