ځایی

په خوست ولایت کې د «۱۰۰» کسانو ډلییز قبر موندل شوی

په دغه ډلییز قبر کې چې په خوست ولایت کې دی، شاوخوا د ۱۰۰ کسانو جسدونه دي

په خوست ولایت کې ځايي طالبان وايي چې دغه ولایت کې یو ډله‌ییز قبر چې شاوخوا «۱۰۰» جسدونه په‌کې وو، موندل شوی دی.

د مسوولان په وینا، دغه ډله‌ييز قبر د مرکز اړوند د «څړبني سيمه» کې د شيخ زايد پوهنتون ته څېرمه هغه مهال موندل شوی چې د اوبو د يو جوړېدونکي چک‌ډېم لپاره سيمه کې کندنې روانې وې.

mass grave1
له جسد سره کالي او لاسي ساعت

یاد ډله‌ييز قبر دوه ورځې وړاندې موندل شوی و چې «دوشنبه، سلواغې ۲۳مه» د ښاروالي تنظيف مامورينو او د سيمې اوسېدونکو په ګډه همکاري د انسانانو جسدونه رااېستل شوې دي.

دغه جسدونه له وژل کېدو وروسته هلته وړل شوي

د خوست ښاروال بسم‌الله بلال چې د ياد قبر د سپړنې لپاره د کمېټې مشري کوي، رسنیو ته وايي چې داسې نښې شته چې ياد کسان ټول ملکیان دي او ښايي له وژل‌کېدو وروسته دې ځای کې له خاورو لاندې شوي وي.؟

خو تر اوسه د طالبانو ادارې دا نه دي ویلي چې دا ډله‌ييز قبر د جهاد په دوره پورې اړوند دی او که د کمونیستي دولت لخوا دغه کار شوی دی.

نور ولولئ: طالبان وايي، مخکینی امنیتي کس او خپلوان یې موږ نه دي وژلي

نور ولولئ: د اسراییل او حماس جګړه؛ غزه کې تېرو ۲۴ ساعتونو کې څه باندې ۷۰۰ فلسطینیان وژل شوي

نور ولولئ: اسراییلو په غزه کې هره ورځ څلور ساعته اور ومانه

mass grave2
د وژل شوو کسانو د جیب توکي

نوموړي زیاته کړه چې د ولايت مقام لارښوونې سره سم، له ياد قبر څخه رااستل شوي، د انسانانو هډوکي د خوست ښاروالي ته لېږدول شوي او يوه مناسب ځای کې به خښ کړل شي.

د وژل شوو کسانو کورنۍ تراوسه نامعلومې دي

له انځورونو داسې ښکاري چې په دغه وژل شوو کسانو کې زنانه هم دي، خو تراوسه معلومه نه ده چې دغه وژل شوي کسان څوک او کورنۍ یې چېرته دي؟

mass grave3
د وژل شوو نرینه او ښځینه د پښو چپل او بوټونه

هغه وویل: «د شيخ زايد پوهنتون ترڅنګ يو چک‌ډېم جوړېده چې کله هلته کار پيل شو، نو يو ډله‌ييز قبر په‌کې پيدا شو، بيا د والي صاحب په هدايت کې هغې ته کمېټه وټاکل شوه چې هغې باندې کار پيل کړي. کم ترکمه په دا کې ۱۰۰ جسدونه پيدا شول چې د يوې زنانه لباس هم په‌کې موجود دی او داسې هم کېدای شي چې دلته يوه کورنۍ له‌منځه تللې وي.»

له دې وړاندې تېر کال د کندهار په سپین‌بولدک او دامان ولسوالیو کې هم دوه ډله‌ییز قبرونه موندل شوي وو چې یوه کې د ۱۲ کسانو او بل کې د پنځو کسانو جسدونه موندل شوي وو.

د نظر خاوندان وايي چې دا ډول ټولوژنې د کمونیستي، جهادي او وروسته بیا د طالبانو په واکمنیو کې شوي دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button