تجارت خبرونه

په دوبۍ کې د نړۍ تر ټولو نادر (تور الماس) د لومړي ځل د خلکو تر مخ کېښودل شول

د قیمتي ډبرو مینه وال کولی شي چې د نړۍ تر ټولو غټ تور الماس واخلي. دا الماس د اینیګما په نوم سره یادېږي او د ګینس په نړیوالو ریکارډونو کې هم شامل دي.

د عرب نیوز د راپور له مخې، دغه نادر تور الماس د لومړي ځل لپاره د جنورۍ په ۱۷مه د دوبۍ په سودبیز ښار کې نندارې ته وړاندې شوه او د جنورۍ تر ۲۰مې به هلته موجود وي.

دغه تور الماس ۵۵۵ قیراط دی. له نندارتون وروسته او مخکې له دې چې لندن او لاس انجلس ته یوړل شي، دا الماس به د (دوبۍ ډیمنډ ایکسچینج) کې موجود وي، چې دا به د فبروري له دریمې څخه تر ۹ پورې آنلاین لیلام شي.

نور یی ولوله | کندهار کې د پنځوس میلیونو ډالرو په لګښت د درمل جوړولو فابریکه جوړېږي

دا تور الماس خورا نادر دی چې له دوه څخه تر درې ملیارده کاله دمخه مخینه لري. ویل کیږي چې دا په میټیوریټ کې له موندل شویو هغه اجزاو څخه جوړ شوي، چې په فضایي ډبره کې وي او له ځمکې سره یې ټکر کړی و اړ نایټروجن او هایدروجن لري.

همدا راز د دې الماسو غټه اندازه چې ریکارډ یې مات کړی، په دې شکل د منځني ختیځ د ورغوي په بڼه د خمسې ته ورته دی او د بد نظر څخه د ساتلو د نښې په ډول هم مشهور دي او خمسه پنځمه هندسه ده چې په دې سره د الماس اندازه ۵۵۵، ۵۵ نه ده، بلکې ۵۵ اړخونه هم لري.

الماس  مشهور  دوبی

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button