نړیوال خبرونه

په دوبۍ کې له افغانستان سره د مرسته کوونکو ډونرانو غونډه پیل شوه

دغه غونډه چې د ملګرو ملتونو په کوربه توب کېږي، نن په دوبۍ کې پیل شوه

د افغانستان لپاره د مرستندویانو غونډه نن (پنجشنبې) د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې د ملګرو ملتونو  په کوربه توب پیل شوه.

په دې غونډه کې کورنۍ او نړیوالې ادارې او د هېوادونو سیاسي استازي له افغانستان سره، چې له سخت بشری بحران سره مخامخ دی، د مرستو په اړه خبرې کوي.

دوی له افغانستان سره د مرستو د څرنګوالي په اړه خبرې وکړې او د افغانستان له خلکو سره د بشری مرستو د دوام په برخه کې یې پر خپلو ژمنو بیا ټینګار وکړ.

د څارنې پر میکانیزمونو بیا کتنه

ګډونوالو د څارنې پر میکانیزمونو بیاکتنه وکړه او د مرستو په رسولو کې یې د شفافیت پر اړتیا ټینګار وکړ.

دوی دا هم وویل چې افغانستان د مرستندویه سازمانونو او هیوادونو د ستراتیژۍ په مرکز کې دی.

نور ولولئ: اوچا وايي افغانستان کې ۲۱.۲ میلیونه خلک د څښلو اوبو ته لاس رسی نه لري

نور ولولئ:اوچا وايي، روانه میاشت کې به افغانستان کې ۲۸۰۰ محلي ټولګي وتړل شي

نور ولولئ:په افغانستان کې د غربت بحران: اوچا وايي چې پنځه اتیا سلنه افغانان له یوه ډالر کم عاید لري

د غونډې ګډونوالو ټینګار وکړ چې «دا د ټولو شریکانو مسوولیت دی چې داسې شرایط رامینځته کړي چې په هغه کې افغانان د کارموندنې چې له کبله یې افغانان په نورو د اتکا پر ځای  او د نړیوالو له مرستو پرته ژوند برابر کړي.»

د طالبانو له لخوا پر رامنځته شوو ننګونو بحثونه

په دې ناسته کې د هغو ننګونو په اړه هم خبرې وشوې چې د طالبانو د نویو محدودیتونو له امله د “امربالمعروف او نهي عن املنکر ” قانون په چوکاټ کې رامنځته شوي. دغه قانون سخت محدودیتونه وضع کوي، په ځانګړې توګه پر ښځو. د دې قانون له مخې ښځې نه شي کولی له نارینه سرپرست پرته له کور څخه ووځي، او د هغوی غږ په عامه ځایونو کې عورت ګڼل کېږي.

ددې تر څنګ د افغانستان د مرسته کوونکو ډونرانو بله اندېښنه دا هم ده چې له افغانستان سره د نړیوالو مرستو په وېش کې د طالبانو د رژیم غړي او لوړ پوړي چارواکي نېغ په نېغه مداخله کوي.

په دې اړه سیګار وايي، طالبانو د ملګرو ملتونو او امریکا په مرستو کې مستقیمه مداخله کوي او دغه مرستې ډېرې لږې خپلو حقدارو ته رسېږي.

سیګار زیاتوي، طالبانو د کورنۍ غړي او دوستانو د دغه مرستو لیستونو ته ور لیکي او په داسې حال کې ورته مرسته اخلي، چې ددې مرستو مستحق نه دي.

خو طالبان بیا وايي، دوی د نړیوالو مرستو په ویش کې مداخله نه ده کړې.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button