نړۍ خبرونه

په سوډان کې له اوربند سره-سره د چاودنو او ډزو غږونه اورېدل شوي

په سوډان کې د ۷۲ ساعتونو لپاره اعلان شوي اوربند سره-سره د ډزو او چاودنو غږونه اورېدل کېږي

سيمه ييز چارواکي وايي: د ټلویزیون او راډیو ودانیو ته نژدې نښتې پیل شوې دي.

چارواکي زياتوي:” په سیمه کې تېل نه شته، خلک د خوړو لپاره لالهاند دي. بل لور رپوټونو کې ویل شوي چې د سوډان دفاع وزیر د هغه اوربند په غځولو موافقه کړې چې د جمعې پر ورځ ختمېږي.”

د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي چې جنرال عبدالفتاح البرهان د افریقايي بلاک بین الحکومتي سازمان وړاندیز ته له خپل لوري لومړنی تائید څرګند کړی دی.

نور ولولئ: د سوډان لارو او کوڅو کې د اوربند له اعلان سره- سره جګړه روانه ده

په وړاندیز کې له سوډاني پوځ او د چټک ملاتړ ځواک (ار اېس ایف) له وسلې والو مخالفینو غوښتل شوي چې سویلي سوډان کې جوبا سیمې ته پر نورو جزیاتو د خبرو لپاره پلاوي واستوي. اوسنی اوربند چې د دوشنبې پر ورځ له ځايي وخت سره سم نیمه شپه پیل شو، د سوډاني ځواکونو دوو لوریو تر منځ هغه کړکېچ کې وقفه راولي چې د واک وېش پر سر د اپریل پر ۱۵ مه پیل شو.

په ورته مهال په خرطوم او ام درمان ښارونو کې خلک د څښاک پاکو اوبو، نغدو پیسو او خوړو پسې لالهاند دي. که څه هم له اوربند مخکې وضعیت ډېر بد نه و خو د چهارشنبې پر ورځ له اوربند سره-سره د چاودونو او ډزو غږونه اورېدل کېدل او جنګي جیټ الوتکې په هوا کې لیدل کېدې.

نور ولولئ: د سوډان جګړه؛ طالبان وايي دغه هېواد کې د ۱۲۰ ایسارو افغانانو د رایستلو هڅه کوي

د سيمې يو اوسېدونکی وايي: د غلو غدۍ هم په داسې حال کې لیدل شوې، چې کورونه او دکانونه لوټي او تشو ودانیو ته ننوځي. ځايي خلکو سره وېره ده چې د اوربند له پای ته رسېدو وروسته به بیا هم د جنایتکارو ډلې حملې وکړي. د دواړو لوریو په پوستو کې اوس هم وسله وال لیدل کېږي، خو شمېر ځکه کم شوی چې ډېری دغه وسله وال نورو سیمو ته لېږدول شوي دي.

دواړه لوري د هوايي ډګرونو او پوځي مرکزونو د نیولو ادعا کوړې

که څه هم داسې وېره څرګندېږي چې د وژل شویو کسانو شمېر ښايي خورا زیات وي، خو د جګړې له پیله تر اوسه د ۴۵۹ کسانو وژل کېدل تائید شوي دي.

له دې مخکې د روغتیا نړیوال سازمان اندېښنه څرګنده کړې چې دوی سره د نورو مړینو اندېښنه ځکه په ډېرېدو ده چې خلک خوړو، پاکو اوبو او روغتیايي اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري.

نور ولولئ: د سوډان په تاوتریخوالي کې لسګونه کسان وژل شوي دي

د یادونې ده چې د اوربند له پیله وروسته ګڼ شمېر هېوادونو په سوډان کې مېشت خپل وګړي، له دې هېواده ایستلي دي. په یوه بېړۍ کې له سوډانه ۱۶۰۰ کسان سعودي عرب ته رسېدلي چې د بېلابېلو هېوادونو اوسېدونکي دي. بل لور جرمني او فرانسې ویلي چې په سوډان کې یې اوس هیڅ یو وګړی نه دی پاتې.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button