کورني خبرونه

په غزني کې (۱۳) روغتیايي مرکزونو خپل فعالیت درولی

دغه مرکزونه د روغتیا نړیوال سازمان لخوا تمویلېدل، خو اوس فعالیت نه کوي

له تېرو څو ورځو راهيسې د غزني په يوشمېر ولسواليو کې د ١٣روغتيايي مرکزونو فعالیتونه ځنډول شوي او د دغو مرکزونو دروازې د ناروغانو پر مخ تړل شوي دي.

جغتو، واغظ او ناوور هغه ولسوالۍ دي چې یو یا هم دوه روغیتايي مرکزونه په‌کې تړل شوي. دغه‌راز جاغوري، اجرستان، ناوه، مالستان او ولي‌محمد شهید ولسوالیو کې هم له تېرو څو ورځو راهیسې روغتیايي مرکزونه تړل شوي.

دغه روغتيايي مرکزونه چې د غزني په بېلابېلو ولسوالیو کې تړل شوي د «روغتیا نړيوال سازمان» له‌خوا د هدف موسسې په همکاري تمویلېدل.

د سیمې خلک له ستونزو سره مخامخ دي

د غزني د جغتو ولسوالي روغتيايي مرکز کې ډاکټرې فريبا وویل، د يادو روغتيايي مرکزونو په تړل‌کېدو سره خلک له روغتیايي خدمتونو بې‌برخې شوي دي. «موږ داسې سیمه کې کار کوو چې خلک یې هېڅ روغتیايي خدمتونه نه‌لري. یو کال دې موسسې دلته کار وکړ، خلک ترې خوښ وو، اوس له بده‌مرغه تړل شوی.»

نور ولولئ: سور صلیب: ډېری افغانان د اولیه توکو د اخیستلو توان نه لري

نور ولولئ: سره صلیب کمېټه: د ځینو روغتیايي مرکزونو ملاتړ پرېږدو

په ورته مهال د واغظ ولسوالي روغتيايي مرکز یوه نرسه، نرګس وايي، دې چارې یادې ولسوالي کې خلک اغېزمن کړي دي. «پروژه مو پای ته ورسېده، وسایل یې راڅخه واخیستل، خلک ډېر خپه دي، هغه روغتیايي خدمتونه چې ورته وړاندې کېدل، اوس پرې بند شول. ډېر اغېزمن شوي دي.»

gazny (3)

د دغو روغتيايي مرکزونو د تړل‌کېدو له امله د غزني د بېلابېلو ولسواليو اوسېدونکي هم د درملنې په برخه کې له ستونزو سره مخ شوي او په خپلو ولسواليو کې روغتيايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.

له طالبانو د خلکو غوښتنه

د غزني د واغظ ولسوالي اوسېدونکی حيات‌الله له سرپرست حکومت او همکارو بنسټونو غوښتنه کوي چې د خلکو د ستونزو په پام کې نيولو سره دې دغه روغتيايي مرکزونه بېرته فعاله کړي.

هغه وویل:«دا کلینیکونه په دغه ساحه کې وو چې هغه نسبتا له ښار څخه ډېر لرې پرته سیمه هم، زموږ غوښتنه دا ده، د سیمې د یوه اوسېدونکي په حیث چې ژر تر ژره هم دغه مشکل حل شي او دغه کلینیکونه بیاځلې فعال شي.»

په همدې حال کې د غزني د عامې روغتیا رییس رسول‌خان نظري هم د دغه ولایت په ولسوالیو کې د ۱۳روغتیايي مرکزونو د تړل‌کېدو خبره تاییدوي او وایي چې د فبرورۍ میاشتې په پای کې د بودیجې د نشتوالي له امله د دغو روغتیايي مرکزونو فعالیت بند شوي دي.

د یادونې وړ ده چې خلک په غزني او نورو لرې پرتو ولایتونو کې روغتیايي خدمتونو ته ډېر لږ لاسرسی لري.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button