نړیوال خبرونه

سور صلیب: ډېری افغانان د اولیه توکو د اخیستلو توان نه لري

په افغانستان کې د اړتیا وړ توکو بیې دوه برابره لوړې شوې دي

د سره صليب نړيوالې کمېټې په يوه رپوټ کې ویلي، چې په افغانستان کې د اړتیا وړ توکو بيې دوه برابره پورته شوې او ډېری خلک یې د پېرلو توان نه لري.

د افغانستان د لومړنيو خوراکي توکو په تېره بيا د اوړو بيه پنځه سلنه لوړه شوې ده

دغه نړیواله مرستندویه اداره چې په افغانستان کې فعالیت کوې وايي، د ۲۰۲۱ کال له جون راهیسې د لومړنیو توکو بیې د ۵۵ او ۱۰۷ سلنې ترمنځ لوړې شوې دي.د سره صليب د نړيوالې کمېټې په دغه اقتصادي راپور کې ادعا شوې، چې د تېر کال له جون مياشتې راهيسې د افغانانو د لومړنيو خوراکي توکو په ځانګړې توګه اوړو بيه ٦٨ سلنه لوړه شوې ده.

سور صليب دا هم ويلي، چې د تېلو بيه ٥٥ سلنه، د ډيزلو بيه ٩٣ سلنه او د کیمیاوي سرې بيه ١٠٧ سلنه لوړه شوې ده.

د سره صليب په وينا، دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د بې ساري وچکالۍ له امله ده، د غنمو په حاصلاتو کې پاموړ کموالى راغلى دى.

نور یی ولوله | امریکا : د طالبانو خلاف تاوتریخوالي ملاتړ نه کوو

نور یی ولوله | افغانستان کې د نس ناستی ناروغي په ډېرېدو ده

سور صليب ادعا کوي چې د طالبانو له بيا واکمنېدو سره يو شمېر مرستندويه بنسټونو له افغانستان سره خپلې ځینې مرستې بندې کړې، چې د دولت ۷۰ سلنه لګښتونه یې جوړول، او دغه کمښت د خلکو د پېرودلو ځواک کمزوری کړی دی.

په دغه راپور کې د افغانستان د کنګل شوي نهه میلیارده ډالرو شتمنۍ ته هم اشاره شوې ده او دا ګام یې په ټول افغانستان کې د مالي سکتور او کورنیو د کړکېچ د اصلي لامل په توګه یاد کړی دی.

د سره صليب په راپور کې د وچکالۍ اغېزې د خلکو د اقتصادي وضعيت د خرابېدو يو مهم لامل بلل شوى، چې د افغانستان په ډېرو سيمو کې د خوراکي توکو او اوبو د زېرمو د کمښت لامل شوى دى. په دغه راپور کې ویل شوي چې وچکالۍ د غنمو حاصلات سخت زیانمن کړي او په ځینو سیمو کې یې ۲۵ سلنه کموالی راغلی دی.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button