نړیوال خبرونه

په غزه کې جګړه او منځني ختیځ ته د بلېنکن تازه سفر

اسراییلو په غزه کې د جګړې ټول اصول نقض کړي؛ امریکا د اوربند هڅه کوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د غزې په جګړه کې د اوربند یا دمې د هڅو په لړ کې نن منځني ختیځ ته ولاړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، انټوني بلېنکن د غزې په جګړه کې د لنډمهاله دمې، د برمته شویو اسراییلیانو د خلاصون او غزې ته د نورو بشري مرستو په برخه کې د یوې هوکړې د ترلاسه کولو په موخه منځني ختیځ ته تللی.

رویټرز خبري اژانس د دغه وزارت د ویاند متیو مېلر په حواله ویلي چې انټوني بلېنکن به په جده کې د سعودي عربستان او قاهره کې له مصري چارواکو سره خبرې وکړي.

gaza (2)
د غزې اوسنی حال په انځور

د اوربند په اړه د خبرو له سره پیل

دغه سفر داسې مهال ترسره کېږي چې ټاکل شوې همدا اونۍ په قطر کې د غزې د جګړې د اوبند په هدف خبرې له سره پیل شي.

اسراییلي ځواکونه او حماس سخت دریځه ډله چې امریکا او اروپایي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، له تېرې اکټوبر میاشتې راهیسې په غزه کې په جګړه اوښتي دي.

نور ولولئ:  د حماس-اسراییلو له جګړې سره سم، پر امریکايي اډو هم بریدونه زیات شوي

نور ولولئ: د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن اسرائیلو ته ورسېده

دغه جګړه وروسته تر هغه پیل شوه چې د حماس وسله والو پر اسراییلو په غلچکي برید سره شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل او د ۲۵۰ په شاوخوا کې نور یې برمته کړل.

د غزې د جګړې اوربند یا دمې ته له اوونیو راهیسې د امریکا، قطر، مصر او نورو ښکېلو ډلو ترمنځ خبرې روانې دي، خو تراوسه یې ملموسه نتیجه نه ده معلومه.

gaza (3)
د امریکا د بهرنیو چازو وزیر انتوني بلېنکن به د سعودي له والیعهد سره هم وګوري

په غزه کې ناوړه بشري وضعیت

امریکا هیله لري چې د غزې په جګړه کې دمه به دغلته د ناوړه بشري وضعیت په قابو کولو کې مرسته وکړي.

رویټرز خبري اژانس د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په حواله وړاندې ویلي چې نوموړی به د منځني ختیځ د سفر پر مهال له خپلو عرب متحدانو سره په غزه کې له جګړې وروسته وضعیت په اړه هم خبرې وکړي.

دغه خبرې به له جګړې وروسته د غزې تړانګې د حکومت په ترتیباتو، امنیت او د جګړه ځپلې غزې پر بیا رغونه راڅرخېږي.

د غزې د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې چې د حماس تر کنټرول لاندې دی، تراوسه د اسراییلي ځواکونو په جګړه کې نژدې ۳۲ زره کسان وژل شوي او په خبره یې ګمان کیږي چې زرګونه کسان به تر خاورو او ډبرو لاندې وي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button