ژوندنړۍ خبرونه

په لندن کې د بیت الفتوح په نوم جومات له سره رغول شوی

د لندن په جنوب کې د بيت الفتوح په نوم پینځه پوړیز جومات چې په ۲۰۱۵ کال کې سوځېدلی و، د احمدیه مسلمانانو ټولنې له لوري په شل میلیونه پونډه لګښت بېرته رغول شوی دی

دا جومات وروسته له هغې بیا د لمونځ کوونکو پر مخ خلاص شو چې په ۲۰۱۵ ميلادي کال کې اورلګېدنه پکې رامنځ ته شوې وه او د جومات ودانۍ ته یې سخت زیان رسولی و.

تمه کېږي سلګونه تنه په موډرن سیمه کې د بیت الفتوح په نامه له جومات او نوي کمپلیکس څخه لیدنه وکړي.

د دغه جومات پر بیا جوړولو او رغولو ۲۰ میلیونه پونډه لګول شوي دي.

د جومات د وېبپاڼې د معلوماتو پر بنسټ دا په لوېدیځه اروپا کې تر ټولو ستر جومات بلل کېږي چې په یوه وخت د ۱۰۵۰۰ لمونځ کوونکي پکې ځاییږي.

نور ولولئ: د افغانستان تر تولو مشهور او لوي جومات

هغه مهال د اور لګیدنې له امله د جومات د اداري ودانۍ په ګډون تر ځمکې لاندې پوړ شاوخوا پنځوس سلنه، د لومړي پوړ یوه برخه او د چت ډېره برخه زیانمنه شوې وه.

د اور د لګېدو پر مهال یوازې څو تنه لمونځ کوونکي په جومات کې وو چې د اور وژنې د ۷۰ تنو کارکوونکو په مرسته ژغورل شوي وو.

د لندن اور وژنې د سټیشن مسؤل فیلیپ مورټن هغه وخت ویلي وو چې:”جومات پخپله په بشپړه توګه خوندي پاتې شوی”.

اوس د جومات ودانۍ په پنځو پوړونو کې د یوه کمپلکس په بڼه بیارغول شوې ده، چې پکې دوه لوی تالارونه، دفترونه او میلمستونونه شته.

د بیت الفتوح جومات پر څه باندې پنځه جریبه ځمکې، د احمدیه مسلمانانو ټولنې په مرسته جوړ شوی چې دوی یې د بیارغونې پروژې لپاره پیسې راټولې کړې وې.

د لندن په وخت به نن ماښام دغه دیني مرکز د سولې ملي سمپوزیم کوربه توب هم کوي

تمه کېږي چې نن ماښام به دا دیني مرکز د سولې ملي سمپوزیم کوربه هم وي چې د پارلمان وکیلان او یو شمېر نور لوړ پوړي کسان پکې ګډون وکړي.

د بیت الفتوح جومات په لوېدیځه اروپا کې شپږم لوی او د نړۍ په کچه ۱۵ لوی جومات شمېرل کېږي. دغه جومات په ۲۰۰۳م کې د لندن د جنوب لوېدیځ ‌مېشتو مسلمانانو لخوا جوړ شوی چې پر یو وخت د ۱۰ زره لمونځ کوونکو ظرفیت لري.

دغه جومات یوه لویه ګنبده، یوه لویه او بله کوچنۍ منارې هم لري، چې جومات ته یې ځانګړې ښکلا ورکړې ده.

دا جومات د ښځینه لمونځ کوونکو لپاره ځانګړی ځای لري. د بیت الفتوح جومات پر عبادت ځای سربېره ګڼ شمېر نور ملحقات لکه د غونډو لپاره تالار، بېلابېلې ځانګړې خونې او یو لوی کتابتون هم لري.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button