نړیوال خبرونه

په لومړي ځل د اسراییل رسمي پلاوی سعودي ته لاړ

دا لومړی ځل دی چې د اسراییل رسمي پلاوی سعودي عربستان ته ځي

د اسراییل یو رسمي پلاوی په داسې حال کې سعودي عربستان ته تللی چې دغه هېوادونه تر اوسه په خپلو کې دېپلوماتیک اړیکي‌ نه لري.‌

په دغه پلاوي کې د اسراییل د فرهنګي میراثونو مدیر شامل دی.

هغه د یونسکو لخوا ریاض کې د نړۍ د فرهنګي میراثونو په اړه جوړ شوي کنفرانس ته ورغلی.

په جوړ شوي کنفرانس کې سعودي ته شرطونه

دغه کنفرانس تېره اوونۍ پیل شو او دوه نورې ورځې دوام کوي.

سعودي ته د دغه کنفرانس د کوربتوب امتیاز په دې شرط ورکړ شوی و چې د اسراییل استازو ته به پکې د ګډون اجازه ورکوي.‌

تېره اوونۍ د فلسطین جګپوړی استازی او د امریکا بهرنیو چارو وزارت چارواکي هم ریاض ته تللي وو.

دوی د سعودي او اسراییل ترمنځ د اړیکو پر عادي کېدو خبرې کولې.

نور ولولئ: له هرو درو اسراییلیانو یې یو د وطن پرېښودو په فکر کې دی

په امریکايي پلاوي کې د منځني ختیځ په چارو کې د دغه هېواد د ولسمشر ‘جو بایډن’ ستر سلاکار ‘مک‌ګورک’ او نږدې ختیځ لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله ‘باربارا لیف’ شامل وو.‌

پر هماغه ورځ اسراییل په بحرین کې خپل سفارت رسمآ پرانیست او ایران بیا له سعودي سره د اړیکو له څه باندې اووه کلن پرېکون وروسته ریاض ته خپل نوی سفیر واستاوه.

له اسراییلو سره د نورو هېوادونو د اړیکو غځېدل

په ۲۰۲۰ کال کې د متحدو عربي اماراتو په ګډون ۳ عرب هېوادونو اسراییل په رسمیت وپېژانده

یو شمېر مسلمانو عرب او افریقايي هېوادونو د امریکا په منځګړیتوب د ‘ابراهیم تړون’ په نامه پیل شوي نوښت کې له اسراییلو سره اړیکې عادي کړې دي.

په دغو هېوادونو کې متحد عربي امارات، بحرین، مراکش او سودان شامل دي.

امریکا او اسراییل اوس هڅه کوي‌ چې سعودي عرب هم له تل ابیب سره د اړیکو رغېدو ته غاړه کېږي.‌

نور ولولئ: پر سوریه د اسراییل تازه برید کې ۴ کسان وژل شوي

خو ریاض په ظاهره له اسراییلو سره اړیکو رسمیت لپاره د فلسطین کشالې د حل شرط ایښی دی.

داسې لیدل کېږي چې عربي او نور مسلمان هېوادونه به د اسراییل پر وړاندې د فلسطین پر حقونو غوږونه کاڼه او خپلې ګټې به د امریکا په خوښه له اسراییل حکومت سره وغځوي. داسې ښکاري چې فلسطینیان به یوازې د اسراییل پر وړاندې پاتې او د دفاع غږ به یې څوک نه اوري، ځکه د عربي نړۍ ځینې هېوادونه هڅه کوي چې اسراییل په رسمیت وپېژني.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button