سیمه ییز خبرونه

په میانوالي کې د هوایي ځواکونو پر اډې د برید وروستي جزیات

د پاکستان په زړه له پنجاب سره نږدې وسله والو کسانو پر یوه پوځي مرکز برید وکړ

په دې برید کې د پاکستان پوځ ته مالي او ځاني زیان اوښتی، خو د پاکستان پوځ وايي چې د پوځیانو تلفات یې دومره ډېر نه و، ځکه دوی د یاد برید په اړه له اوله راپور درلود.

وسله‌والو تېره شپه ناوخته د پنجاب ایالت په میانوالي کې د پاکستان د هوايي ځواک پر اېم اېم عالم اډې برید کړی دی.

سیمه‌ییزو چارواکو ویلي:« په دې برید کې زموږ لوري ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې، ځواکونه لا دمخه خبر وو.»

ددې برید مسئولیت طالبانو منلی

په همدې حال کې د تحریک جهاد پاکستان ویاند ملا قاسم په یوه بیان کې د دغه برید مسوولیت منلی دی.

له بلې خوا د پاکستان پوځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي:« د نومبر په څلورمه د پاکستان د هوايي ځواک د میانوالي په روزنیزې هوایي اډې ناکامه ترهګریز برید شوی، چې د پوځيانو د چټک او اغېزمن ځواب له امله، ناکامه شو.»

نور ولولئ: د پاکستان د کورنیو چارو وزیر: افغانان په پاکستان کې روانو بریدونو کې ښکېل دي

نور ولولئ: پر پاکستاني پوځ برید کې پوځ ته مرګ ژوبله اوښتي ده

خبرپاڼه کې راغلي، چې پر وخت د غبرګون په ښودلو سره، ۳ تنه ترهګر مخکې له دې چې اډې ته ننوځي، له منځه یوړل شول او پاتې ۳ تنه ترهګر وروسته د ځواکونو د ځوابیه عملیاتو په ترڅ کې ووژل شوه؛ خو د برید له امله درې الوتکې زیانمنې شوې دي.

د پاکستاني پوځیانو د مرګ ژوبلې په اړه

پاکستان طالبان وايي، چې په برید کې یې ګڼې نظامي الوتکې او پوځي تجهیزات له منځه وړي او ددې تر څنګ یې د پاکستان پوځ ته مرګ ژوبله هم ور اړولي ده.

پر ټولنیزو رسنیو د یاد برید خپرې شوي ویډیوګانې هم ښيي چې برید لوی و او وسله وال توانېدلي چې پوځي اډې ته ننوځي او دننه خپل هدفونه په نښه کړي، خو د پاکستان پوځ بیا وايي چې دوی تلفات نه دي ورکړي او د وسله والو برید هغه ډول کامیاب نه و لکه څه ډول چې دوی ورته پلان نیولی و.

د پوځ خبر خبرپاڼه بیا زیاتوي، چې د سیمې د بشپړ پاکولو لپاره پراخ ګډ چاڼیز عملیات په وروستي پړاو کې دي.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې پاکستان وسله وال بریدونه زیات شوي چې دغه بریدونو اسلام اباد وارخطا کړی دی او ددې تر څنګ د پاکستان د امینتي کسانو مرګ ژوبله هم زیاته شوي ده.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button