په نړۍ کې تر ټولو لوړې ودانۍ کومې دي؟
په دې وروستيو کې خاصتا د شلمې پېړۍ را وروسته په نړۍ کې د لوړو ودانيو جوړول دود شول او ډېرو خواوو او هېوادونو د سيالۍ سبب شول. موږ نن د نړۍ تر ټولو لوړې ودانۍ درپيژنو
۱- خليفه برج:
خليفه برج په متحده عربي اماراتو کې دی چې ۱۶۳ منزله دی او ۸۲۸ متره لوړوالی لري. د خليفه برج اوس وخت په نړۍ کې تر ټولو لوړه ودانۍ بلل کيږي. د دغه برج کار په ۲۰۰۴ ميلادي کال کې شروع شوی او په ۲۰۱۰ ميلادي کال کې تکميل شوی دی. نوموړې يوه سوداګريزه، استوګنيزه او تفريحي ودانۍ ده. د خليفه برج په پيل کې د دبی برج په نامه مشهور و خو د پرانستې په غونډه کې د محمد بن راشد آل مکتوم لخوا د خليفه برج په نوم ونومول شو. د خليفه په برج کې د زرو زيات آپارتمانونه، ۴۹ اداري واحدونه ۴ د آببازۍ حوضونه او يوه ځانګړې کتابخانه لري.
۲- شانګهای برج:
د شانګهای برج د چين په شانګهای ښار کې موقعيت لري چې ۱۲۱ منزلونه او ۶۳۲ متره لوړوالی لري. د دغه برج کار په ۲۰۰۸ ميلادي کال کې پيل شو او په ۲۰۱۶ ميلادي کال کې تکميل شو. د شانګهای برج د نړۍ دويمه لويه ودانۍ او د چين تر ټولو لوړه ودانۍ ده. دغه ودانۍ په ۲٫۲ ميليارده ډالرو جوړه شوې ده. د شانګهای برج د جنسلر انجينري معمارانو لخوا جوړ شوی دی.
۳– ابراج البيت برج:
دغه برج د سعودي عربستان په مکه مکرمه ښار کې موقعيت لري چې ۶۰۱ متره لوړوالی لري. نوموړی برج د سعودي بن لادن انجينرانو له لوري جوړ شوی دی. د ابراج البيت برج کاري چارې په ۲۰۰۴ ميلادي کال کې پيل شوې او په ۲۰۱۱ ميلادي کال کې بشپړې شوې. نوموړې ودانۍ يوه استوګنيزه او هوټلي ودانۍ ده چې د سعودي عربستان تر ټولو لویه ودانۍ او د نړۍ دريمه ودانۍ ده.
۴– پينګ؛ تجارتي او مالي مرکز:
دغه لوی تجارتي او مالي مرکز ۱۱۵ منزلونه او ۵۹۹ متره لوړوالی لري. نوموړی تجارتي او مالي مرکز ودانۍ د چين هېواد په شنژن ښار کې جوړه شوې ده، ودانيزې چارې يې په ۲۰۱۰ ميلادي کال کې پيل او په ۲۰۱۶ ميلادي کال کې پای ته ورسېدې.
نور ولولئ: په دوبۍ کې د لیدو لپاره غوره ځای
۵- لوته برج:
لوته برج د بوسان په ښار کې موقعيت لري چې ۱۰۶ منزلونه او ۵۵۴ متره لوړوالی لري. ودانيزې چارې يې په ۲۰۰۹ ميلادي کال کې پيل او په ۲۰۱۹ ميلادي کال کې پای ته ورسېدې. ساختماني کارونه يې د اسکيدمور کمپنۍ لخوا ترسره شوې دي.