په نړۍ کې د تېلو بیې؛ د هرمز تنګي بند پاتې کېدل او د جګړې وېره

د هرمز تنګي د بند پاتې کېدو او د منځني ختیځ د کړکېچ له امله په نړۍ کې د تېلو بیې یو ځل بیا لوړې شوې او هر بېرل نږدې ۱۰۰ ډالرو ته ورسېد. تازه اقتصادي جزیات دلته ولولئ.
د انرژۍ نړیوال بازار یو ځل بیا له سختو لړزو سره مخ شوی دی. د ایران او امریکا ترمنځ د اوربند په اړه د وضعیت روښانه نه کېدل او د هرمز تنګي د بند پاتې کېدو له امله، د پنجشنبې په ورځ په نړۍ کې د تېلو بیې په چټکۍ سره لوړې شوې. دغه بدلون د نړۍ پر مالي بازارونو او د ونډو پر ارزښت هم منفي سیوری غوړولی دی.

د تېلو بیې ۱۰۰ ډالرو ته نږدې شوې
د وروستیو راپورونو له مخې، د پنجشنبې په ماسپښین په نړیوالو بازارونو کې د تېلو بیه شاوخوا ۵ سلنه لوړه شوې ده. اوسمهال د هر بېرل خامو تېلو بیه کابو ۱۰۰ ډالرو ته رسېدلې ده. دا په تېرو څو میاشتو کې یو له ټولو لوړو بیو څخه ده چې مستقماً په نړۍ کې د تېلو بیې اغېزمنوي او د نړیوال انفلاسیون وېره زیاتوي.
د منځني ختیځ کړکېچ او د تېلو بازار
د تېلو د بیو د لوړېدو اصلي لامل په سیمه کې امنیتي او سیاسي بېثباتي ښودل شوې ده. که څه هم ایران د اوربند په تړون کې د لبنان پر شاملولو ټینګار کوي، خو په لبنان کې د اسرائیل د بریدونو دوام او د حزبالله ځوابي بریدونه د نړیوالو سوداګرو اندېښنې راپارولي دي. دا امنیتي کړکېچونه په مستقیم ډول په نړۍ کې د تېلو بیې پورته بیایي او پانګوال یې له خطرونو وېرولي دي.

د کارپوهانو لیدلوری
د انرژۍ د بازار یوه کارپوه فرانس پریس خبري اژانس ته په خپلو خبرو کې ویلي: «تر څو چې د ټولو ښکېلو اړخونو ترمنځ یو دایمي او باوري تړون ونه شي، په نړۍ کې د تېلو بیې به همداسې لوړې او بېثباته پاتې شي.» د نوموړي په وینا، بازارونه اوسمهال یوازې پر سیاسي خبرو او اوازو حرکت کوي، نه پر بنسټیزو اقتصادي حقایقو.
پر نړیوالو بازارونو اغېزې
د تېلو د بیو لوړېدل یوازې د سوند توکو پورې محدود نه دي پاتې شوي؛ بلکې د پنجشنبې په ورځ له اسیا او اروپا څخه تر “وال سټریټ” پورې د ونډو بازارونه له سخت ځوړ او زیان سره پرانیستل شول. پانګوال د احتمالي اقتصادي بحران له وېرې خپله سرمایه له خطرناکو بازارونو وباسي، چې دا چارې په نړۍ کې د تېلو بیې او نړیوال اقتصاد ته لا نورې ننګونې هم جوړولی شي.

دمګړۍ د نړۍ پام د هرمز تنګي پرانیستلو او د اوربند خبرو ته دی. که دا لاره بنده پاتې شي، نو په نړۍ کې د تېلو بیې ښايي له ۱۰۰ ډالرو هم پورته لاړې شي، چې دا به د نړیوال ټرانسپورټ او تولیداتو پر بیو ملا ماتونکی اغېز ولري.



