لوبېلوبې خبرونه

په پاریس سینټ ژرمن کې د امباپي پاتې کېدل، خو نیمار عربستان ته ځي

داسې امکان شته چې نیمار ښایي سعودي عربستان ته لاړ شي، خو امباپي له پاریس سینټ ژرمن سره پاتې کېږي

پاریس سینټ ژرمن، چې له څه مودې راهیسې له دې کلب څخه د کیلیان امباپی او نیمار د وتلو سره مخ و، بالاخره بریالی شو چې امباپي یو ځل بیا په خپله لوبډله کې وساتي.

نور ولولئ: د ښځو د فوټبال نړیوال جام؛ کولمبیا په وروستیو شیبو کې جرمني ته ماتې ورکړه

پاریس سینټ ژرمن د فرانسې د غوره لیګ په نوي فصل کې پداسې حال کې له جنجالونو سره مخ دی چې ویل کیږي د برازیل د ملي لوبډلې بریدګر لوبغاړی، نیمار د سعودي عربستان د لیګ سره د یوځای کیدو په خبرو اترو بوخت دی.

د پرونۍ سیالۍ مساوي کېدل

د لوریان ټیم سره د پاریس سینټ ژرمن پرونۍ سیالي پرته له کوم ګول، مساوي پای ته ورسیده، هغه نتیجه چې د دې ټیم نوي روزونکي لویس اینریک ته یې کومه بریا په برخه نکړه.

امباپی، چې د څو اونیو راهیسې د خپل تړون پر سر د اختلاف له امله په سیالیو کې ګډون نه و کړی او حتی د لومړي ټیم سره یې په تمریناتو کې د ګډون اجازه هم نه درلوده، بالاخره، لږترلږه د اوس لپاره په سیالیو کې شامل شو او خپل تمرین یې پیل کړل.

پاریس سینټ ژرمن د یوې اعلامیې په خپرولو سره امباپی سره مذاکرات “اغیزمن او مثبت” بللي دي.

دا په داسې حال کې ده چې نیمار په پرونۍ سیالۍ کې حضور نه درلود او د پاریس سېنټ ژرمن چارواکو ویلي چې د نشتون وجه یې د هغه ناروغي ده.

برازیلي بریدګر لوبغاړی د کلب په مدیریت کې شامل نه دی

خو یوې سرچینې فرانس پرس اژانس ته ویلي، چې د پاریس سېنټ ژرمن برازیلي بریدګر لوبغاړی د دغه کلب د مدیر او یا هم د دغه کلب په پلانونو کې شامل نه دی او ښايي دا کلب پرېږدي.

نور ولولئ: د ښځو فوټبال نړیوال جام؛ د سویډن او اسپانیا لوبډلې نیمه پای لوبې ته لار ومونده

نیمار د ۲۲۰ میلیون یورو په ارزښت د تړون په لاس لیک کولو سره په ۲۰۱۷ کې له بارسلونا څخه د پاریس سینټ ژرمن سره یوځای شو.

د فرانسې د سپورت ورځپاڼې لی ایکویپ راپور ورکړی چې د الهلال کلب نیمار ته وړاندیز کړی دی.

تیره میاشت د الهلال کلب امباپی ته د ۳۰۰ یملیون یورو قرارداد وړاندیز وکړ، خو د راپورونو له مخې، هغه ددغه کلب له چارواکو سره له لیدو ډډه وکړه.

که نیمار سعودي عربستان ته لاړ شي، هغه به د هغو لوبغاړو په لیست کې شامل شي چې د تیلو ددغه بډایه هیواد څخه یې وړاندیزونه ترلاسه کړي دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button