لوبې خبرونه

په کرېکټ کې د راشدخان او محمد نبي لومړي مقامونه

اړوند مطالب: 

د کرېکټ پر لوبغاړو د طالبانو تبلیغاتي ډلې نیوکې

کرېکټ؛ افغان اتلانو زېمبابوې ته په دویمه ۲۰ اوریزه لوبه کې ماته ورکړه

د افغانستان د کرکټ دوو نامتو لوبغاړو راشدخان د یو ورځنیو سیالیو د توپ اچوونکو او محمدنبي عیسی خیل بیا د یو ورځنیو سیالیو د الروانډرانو په کتار کې لومړي مقامونه ګټلي دي.

د کرکټ نړیوالې شورا (ICC) د چهارشنبې په ورځ د جنورۍ په ۱۵مه نېټه د یو ورځنیو توپ اچوونکو تازه درجه بندي اعلان کړې ده چې راشدخان پکې په اول مقام کې ترلاسه کړی دی.

راشد خان له کلونو راهیسي په دې برخه کې لومړی مقام لري خو ځینې وخت نور لوبغاړې ورڅخه مخکې شي.

اعلان شوې درجه بندي ښيي چې ښاغلی خان ۶۶۹ امتیازونه لري او له دوهم مقام لرونکي هندي کولديپ یادو سره یې توپیر یوازې د ۴ نومرې دي.

دغه راز محمدنبي عیسی خیل بیا له څو میاشتو راهیسې د یو ورځنیو سیالیو د الراونډرانو په کتار کې لومړی مقال لري، هغه اوس مهال ۳۰۰ نومرې لري او له دوهم مقام لرونکي سکندر رضا سره یې ۱۰ نومرې توپیر دی.

د یو ورځنیو سیالیو د الراونډرانو په کتار کې بل افغان لوبغاړی عظمت الله عمرزی بیا درېیم مقام ته رسېدلی دی.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button