نړیوال خبرونه

پولیسو کې د ښځینو پولیسو ګمارنه

د پوځي میرمنو د ټاکلو هڅه کوي

د کورنیو چارو وزارت هڅه کوي چې د تېر حکومت پوځي مېرمنې په دغه وزارت کې وګوماري. د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وايي چې د دغه کار لپاره هڅې پیل شوې دي او همدا اوس هم ځينې پولیسې مېرمنې فعالیت لري

ښاغلي ټکور څرګنده کړه:«موږ هڅه کوو هغه پولیسې ښځې چې روزل شوې دي، مسلکي وي او د پولیسو په برخو کې تجربه ولري، په کار ګومارو. د کورنیو چارو وزارت تېره ورځ د هغو ښځو ویډیو خپره کړې ده چې د پولیسو د عامه نظم په برخه کې ګومارل شوي او فعالیت کوي. دم ګړۍ د دغو ښځو شمېر ۱۰۰ تنو ته رسېږي

د عامه نظم ریاست امنیتي ساتونکی

د عامه نظم د ریاست ساتنمنه خدیجه وايي:«د بلوا مخنیوی مو زده کړی او دا موږ ته ډېر ګټور وو، موږ ډېر شیان زده کړي او موږ کولای شو چې له ځانه دفاع وکړو. د عامه نظم د ریاست بله ساتنمنه زهرا هم څرګندوي:«له هغو مېرمنو چې د تېرو پولیسو په لیکو کې وو، اوس نشته باید ټولې راشي هېڅ کوم ګواښ او فشار نشته

نور یی ولوله | امریکا : مونږ نه غواړو چې افغانستان دې د ترهګرو په کور بدل شي

نور یی ولوله | د هند له هوايي دهلېزه د صادراتو د بیا پیل لپاره د هوکړه لیک لاسلیک شو

د پوځي چارو شنونکي فکر کوي

د نظامي چارو ځيني شنونکي په امنیتي برخو کې د ښځو د شمېر زیاتوالی د ټولنې د امنیت د ټينګښت لپاره ګټور ګڼي. د نظامي چارو شنونکي اسدالله ندیم وویل: په ټولو رسمي که هغه ملکي دي او که عسکري د ښځو او نجونو کاري حضور یو اړین او واجبي چاره ده.

د نظامي چارو شنونکی صادق شینواری هم وايي:«د مسلکي او روزل شویو ښځينه پولیسو حضور، په خصوصي سکټور، د امنیت په ټینګښت او د کمیت او کیفیت په پام سره د جرمونو په کموالي کې یوه مهمه اړتیا ده. په تېر حکومت کې د کورنیو چارو په وزارت څه باندې څلور زره ښځينه پولیسو په بېلابېلو برخو کې د هېواد د امنیت په ټينګښت کې ونډه لرله. خو اوس په کورنیو چارو وزارت کې د ښځو شمېر کم شوی دی

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button