نړیوال خبرونه

پوهنې وزارت:د کرونا له امله لا هم مکتبونه نه پرانيزو

پوهنې وزارت چارواکي وايي د کرونا له امله لا هم مکتبونه نه پرانيزي دغه وزارت ویلي د فعلن لپاره مکتبونه په حضوري بڼه نشي پرانیستۍ ، د دوی په خبره کرونا لا هم مخ په ډېرېدو ده،باید متعلمان او والدین په دې وخت کې د صبر نه کارواخلي،

د پوهنې وزارت خپلې خپزه شوې اعلامیې کې ویلي د افغانستاند یو دولت په توګه د افغان ماشومانو د ژوند، حقوقو او ګټو هر اړخ په پام کې نیسو.فعلن چې په دنیا او افغانستان کې د کرونا خپره ده، د هېوادوالو ژوند او بقا ساتل تر هر څه ډېر ارزښت لري . له همدې امله د افغانستان اسلامي جمهوریت کابینې پریکړه کړې ده چې ښوونځي تر یو ټاکلي وخت په حضوري توګه بند خو غیر حضوري زده کړې دوام کوي.»همداراز په عین حال کې له ځینو اړخونو د پوهنې وزارت ته په کوچنیو ټولګیو او اجتماعاتو کې د درسونو د حضوري پیل کیدو په باب غوښتنې راځي.

دويي په خپله اعلامیه کې زیاتوي د پوهنې وزارت چې د هېواد ماشومانو او د سواد زده کړې د عمر لرونکو ته د با کیفیته او عادلانه تعلیمي خدماتو د رسولو مسئول دی، داخپل مکلفیت ګڼي چې د کویډ – ۱۹ د شیوع په شمول په هر ډول شرایطو کې خپله دنده ترسره کړي، نو ځکه د ځاني زده کړو، تلویزیون، ویب سایټ، موبایل اپلیکیشن او نورو لارو د تعلیمي خدماتو عرضه ژر پیلوي او په عین حال کې د کوچنیو ټولګیو او تجمعاتو بدیل ته صحي مسلکي لارې او پالیسی هدایات پلټي.»

دغ وزارت د کرنطین حالت تر پای ته رسیدو وروسته عاجل تدابیرو باندې هم خبرې کړي دي چې د شاګدانو تیر شوي درسونه هم په معقول شکل جبران شي.د پوهنې وزارت له فامیلونو او درنو والدینو څخه هیله کوي چې د ممکنو بدیلونو له لارې د خپلو اولادونو په زده کړه کې کومک شۍ .د ا هم باید یاده کړو چې خلک بيا بيا په حضوري ډول د ښوونځيو د پېلېدو درخواست کوي او په يو شمېر ولايتونو کې خو د طالبانو لخوا پيل شوي هم دي.چې دا تعجب وړ خبره ده،

په کومو ولايتونو کې چې د طالبانو پکې ښوونځي پيل کړي دي پوهنې وزارت يې هرکلی کړی خو وزارت وايي چې دوی طالبانو ته قناعت ورکوي، ترڅو د اوس لپاره د ښوونځيو پيل د زده کوونکو روغتيا لپاره ګواښ دی.او باید دا هبرې سنجولو سره دويي فیصله وکړي ځکه که چرته شاګردان په دغ وبا اخته شو نو دا به غټه انساني فاجعه رامنځته کړي،

پوهنې وزارت:د کرونا له امله لا هم مکتبونه نه پرانيزو
پوهنې وزارت:د کرونا له امله لا هم مکتبونه نه پرانيزو

اوس وخت د دې راغلۍ چې باید ټول والدین شاګردان او حکومتي چارواکي په دې پوه شي چې دا وخت د مکتبونو د خلاصېدو نه دۍ باید صبر او تحمل نه کار واخلو او ټول اړخونه وسنجيږي بیا دهغه نهوروسته په اتفاق سره تعلیمي ادارې پرانيزو ځکه که مونږ اوس مکتبونه پیل کړو نو دا ټولو هېوادوالو ته پکې تاوان دۍ که مونږ اوګورو د نړي یو شمېر هېوادونو کې لا هم تعلیمي ادارې او مکتبونه ندي پیل دويي لا هم وايي چې کرونا لويي ګواښ دۍ د ماشومانو لپاره زمونږ دولت ته هم پکار ده چې په دې اړه باید ډېر احتیات نه کارواخلي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button