Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

هنر او ادب

پکتیا کې هنرمندانو له اقتصادي ستونزو سره سره بیا هم هنري تابلوګانې نندارې ته وړاندې کړې

دغه یو ورځینی د هنري اثارو نندارتون چې په پکتیا ولایت کې جوړ شوی وو، سر ته ورسېده

د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له‌خوا په دغه ولایت کې د «هنري اثارو» جوړ شوی یو ورځنی نندارتون پای ته ورسېد.

دغه نندارتون چې «یکشنبه، لیندۍ ۲۶مه» جوړ شوی و، په‌کې د یاد ولایت د هنرمندانو په لاس په لسګونه تابلوګانې نندارې ته وړاندې شوې.

ياد نندارتون کې ځينې هنرمندانو چې خپل هنري اثار يې نندارې ته وړاندې کړي وو، غوښتنه کوي چې ستونزو ته یې د رسېدنې په پار باید ورسره مرسته وشي.

زیاتره هنرمندان له اقتصادي ستونزو کړېږي

مشعل چې خپل هنري اثار یې دې نندارتون کې نندارې وړاندې کړي وو، وویل: «په اوس وخت کې واقعی د هنرمندانو لپاره چې تابلوګانې لري، د هغوی لپاره بازار بيخي کم رنګه دی، بايد بازار ورته پيدا شي. دوی دا کومې تابلوګانې چې دي دا بايد مرکز ته انتقال کړي، ځکه دا اوس وخت کې زموږ يو هنرمند لرو چې په ټول افغانستان کې يې درېیم مقام وګټلو بايد دا تشويق شي. دا وهڅول شي او لاسنيوی يې وشي.»

نور ولولئ: پاکستان کې د افغان هنرمندانو نامعلوم برخلیک

نور ولولئ: هغه هنري اثر چې په ۱۳۹ میلیونه ډالر وپلورل شو

پکتيا کې د هنرمندانو ټولنې مشر بيا وايي چې ځينې هنرمندان د اقتصادي ستونزو له کبله خپل هنري چارو ته ادامه نه‌شي ورکولای او دې برخه کې باید ورسره مرسته وشي.

د يادې ټولنې مشر عرفان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څخه غوښتنه کوي چې د هنر د لاغوړېدا او ملاتړ لپاره د ځينو هنرمندانو مالي لاسنيوی وکړي.

هغه وویل: «داسې انځورګران او خطاطان موږ لرو رييس صيب! لکه تاسو يې چې د دوو کسانو نومونه واخيستل چې موږ راغوښتي وو، څو په مادي ډول باندې دوی سره مرسته وکړو، نو داسې کسان شته چې ډېر بې‌چاره دي. حتا داسې يو کاغذ چې سل يا پنځوس روپی دوی نه‌لري چې يو کاغذ را واخلي او په هغه کې يو ښکلی حديث يا ښکلی شعر وليکي يا کليمه پکې وليکي چې بيا يې وړاندې کړي چې دا شی ما وپنځاوه، نو د سل روپۍ وس هم نه‌لري.»

دا نندارتون د فرهنګ د غوړېدا په خاطر جوړ شوی و

په ورته کې د پکتيا د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسولان وايي چې د هنر برخې د لاغوړېدا لپاره يې ياد نندارتون جوړ کړی دی.

د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس ثواب‌جان اسلاميار وايي چې د ټولو هنرمندانو د اثار او تابلوګانو د پلور لپاره به زمينه برابروي.

هغه وویل: «د اطلاعاتو او کلتور وزارت له اړخه به انشاالله له دوی سره هغه طرزالعمل او کړنلاره په راتلونکي کې شريک کېږي او کله چې کومه انځورګري کوي دوی ښې نقشې جوړوي او ښه پيغامونه ليږدوي هغه به له دوی نه په ښه قيمت اخيستل کيږي.»

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button