په چین کې د اې ای ډرامو لپاره د څېرو کرایه؛ خلک تر ۷۰۰ ډالرو عاید ترلاسه کوي

په چین کې د اې ای ډرامو لپاره د څېرو کرایه؛ په چین کې د اې ای (مصنوعي ځیرکتیا) له لارې جوړېدونکو ډرامو د خلکو لپاره د عاید یوه نوې لاره رامنځته کړې، چې له مخې یې ځینې کسان خپلې څېرې د مصنوعي ځیرکتیا له لارې جوړېدونکو محتواوو لپاره په کرایه ورکوي.
د راپورونو له مخې، د اې ای ډرامو لپاره د څېرو کرایه کولو په دې بازار کې خلک کولای شي خپل د مخ انځورونه ثبت کړي او د کارونې اجازه یې ورکړي. د دې خدمت بیې د تړون او د کارونې د اندازې له مخې له ۱۵ تر ۷۰۰ ډالرو پورې رسېږي.
د اې ای ډرامو لپاره د څېرو کرایه کولو نوی بازار
په چین کې ځینې پلاتفورمونه لکه ActID او New Claw د انځورونو د بانکونو په څېر فعالیت کوي. خلک خپلې عکسونه پورته کوي او تولیدوونکي بیا د اړتیا له مخې د عمر، جنسیت، بڼې او د محتوا د ډول پر اساس مناسبې څېرې ټاکي.
دغه څېرې د اعلانونو، لنډو عمودي ډرامو او هغو ویډیوګانو لپاره کارول کېږي چې د ټولنیزو شبکو له لارې خپرېږي.
د صنعت د معلوماتو له مخې، یوازې د ۲۰۲۶ کال په لومړۍ ربع کې په چین کې له ۱۲۸ زرو ډېرې کوچنۍ ډرامې خپرې شوې دي، چې شاوخوا ۹۵ سلنه یې د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته جوړې شوې وې.
په چین کې د اې ای ډرامو لپاره د څېرو کرایه؛ د څېرو د کارونې له لارې د عاید ترلاسه کول
ActID چې د روان کال په مارچ کې پیل شوی، شاوخوا ۸۰۰ کاروونکي یې ثبت کړي دي. له دې ډلې ۳۰۰ کسانو اجازه ورکړې چې د دوی څېرې د مصنوعي ځیرکتیا په پروژو کې وکارول شي. په چین کې د اې ای ډرامو لپاره د څېرو کرایه
د معلوماتو له مخې، تر اوسه دوو اې ای پروژو د شاوخوا لسو څېرو د کارونې حق ترلاسه کړی، چې د هرې برخې بیه یې له ۱۵ تر ۷۴ ډالرو پورې وه او پلاتفورم خپله ۱۰ سلنه کمېشن اخلي.
د New Claw شرکت بیا د هرې څېرې لپاره لږ تر لږه ۷۴ ډالره بیه ټاکلې، څو د خلکو د څېرو د حقونو ارزښت کم نه شي.
د خلکو د څېرو د کارونې په اړه قانوني اندېښنې
که څه هم دا پلاتفورمونه وايي چې د خلکو له رضایت سره سم د هغوی څېرې کاروي، خو حقوقي کارپوهان خبرداری ورکوي چې د بایومتریک معلوماتو له شریکولو وروسته خلک ښايي د خپلې څېرې د راتلونکې کارونې بشپړ کنټرول له لاسه ورکړي.په چین کې د اې ای ډرامو لپاره د څېرو کرایه
په ځینو تړونونو کې د څېرو د کارونې حدود روښانه نه وي او دا تضمین نه شته چې معلومات به د اجازې پرته کاپي نه شي یا د نورو اې ای ماډلونو د روزنې لپاره وکارول شي.
په همدې تړاو، د چین په ځینو محکمو کې د مصنوعي ځیرکتیا له لارې د خلکو د څېرو د غیرمجاز کارونې قضیې هم ثبت شوې دي. د ګوانګجو انټرنېټ محکمې په تېرو درېیو کلونو کې شاوخوا ۷۰۰ ورته قضیې څېړلې دي.په چین کې د اې ای ډرامو لپاره د څېرو کرایه
د متخصصانو په باور، د اې ای ټکنالوژۍ پراختیا به د محتوا جوړولو بازار نور هم بدل کړي، خو د شخصي معلوماتو او د خلکو د څېرو د حقونو ساتنه به یوه مهمه ننګونه پاتې وي.په چین کې د اې ای ډرامو لپاره د څېرو کرایه



