ټکنالوجي

ځواب ویونکی ویب‌سایټ څنګه جوړ کړو؟

تاسې پر دې پوهېږی چې ځواب ویونکی ویب‌سایټ څنګه جوړېږي او څنګه باید کار وکړي؟

که چېرته ویب‌سایټ ښایسته ډیزاین ونه لري او لوستونکي ځانته جذب نه کړي، نو هغه به یوازې د مطالبو له لارې ونه شي کولی چې ډېر لیدونکي پیدا کاندي. کله چې داسې ده، نو باید چې ویب‌سایټ ښایسته ډیزاین او خلکو ته په اسانۍ د لاس رسي وړ وي، تر څو دوی وکولی شي چې په هر براوزر کې یې اوپن یا پریانیزي او که داسې اسانتیاوې ونه لري، نو په ټولنه کې مینه وال نه شي موندلی.

نور ولولئ: امریکا: څه باندې ۳۰۰ زره کسان پر دندو ګومارل شوي

ښه ویب‌سایټ هغه دی چې د خلکو غوښتنو ته په خپل ډیزاین سره ځواب ویونکی وي او دوی ته د هغه ډیزاین او نورې اسانتیاوې د منلو وړ وي.

ځواب ویونکی ډیزاین څه دی؟

د ویب‌سایټ ځواب ویونکی ډیزاین هغه ستراتیژي ده چې لیدونکو ته ویب‌سایټ په مبایل، ټابلیټ او کمپیوټر ډیوایسونو کې خلاصوي او دوی ته دغه سهولت په لاس ورکوي. که چېرته ویب‌سایټ جالب او ښه ډیزاین ونه لري، نو هغه لیدونکو ته په زړه پورې نه وي. مثلاً: که چېرته د ویب‌سایټ ډیزاین په ( 53.8% of web designers ) کې وي، نو دا په ټولو ډیوایسونو کې نه خلاصېږي او نه ورته څوک لاس رسی لرلی شي. له همدې امله کله چې پر ځواب ویونکي ویب‌سایټ خبره کوو، نو یاد سهولتونه باید ولري او دا مقاله په همدې باره کې لیکل شوي ده.

د ځواب ویونکي ویب‌سایټ جوړول

پر ښه ډیزاین سربېره ویب‌سایټ باید د محتوا له مخې هم غني وي او بېلابېلو برخو ته باید داسې عناوین وټاکل شي، چې په هغه کې خلک د خپلو غوښتنو او اړتیاوو سره سم مطالب پیدا او ولولي. په دې کې باید خلکو ته د دوی د ژوند حقیقي انځور وړاندې کړل شي. هر ویب‌سایټ په بېلابېلو ډیوایسونو کې د هغو د سکرین له لارې د هغه اندازه او کیفیت کتل کېږي. دغه سافټویر یا کاریال باید په هر سکرین باندې د اوپن کولو په وخت کې ځان عیار کړي او لیدونکي ته مناسب او له کیفیت پوره مطالب وړاندې کړي.

نور ولولئ: د ۲۰۲۳ کال د مصنوعي ځیرکتیا غوره چټ‌بوټونه

که غواړې چې دا کار وکړې، نو ددې د ودې لپاره باید پورته موضوعاتو ته پاملرنه وشي. دې برخې ته ريسپونسیو بریک‌پاینټ هم ویل کېږي، ځکه ویب‌سایټ په دې برخه کې د مطالبو پر محتوا تمرکز کېږي او دا باید په هر ډیوایس کې ځان عیار کړي او که داسې ونه شي، نو هغه ویب‌سایټ ناکامېدلی شي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button