Uncategorized

څلور اړخیزې سیالۍ؛ د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې لوبغاړو د برازیل ویزې ترلاسه کړې

اړوند خبرونه:

چمپینز ټرافي؛ شیبه وروسته د پاکستان او نیوزیلانډ تر منځ لومړنۍ سیالي پیلېږي

کرېکټ؛ افغان اتلانو زېمبابوې ته په دویمه ۲۰ اوریزه لوبه کې ماته ورکړه

د ګڼو هڅو وروسته، د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د فوټبال فدراسیون وایي چې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې لوبغاړو او تخنیکي ډلې د برازیل ویزې ترلاسه کړې دي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویاند، مصطفی هاشمي د سه شنبې په ورځ، ۱۴ حوت، په خپله فیسبوک پاڼه کې په یوه پیغام کې لیکلي چې بالاخره په ایران کې د برازیل سفارت د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې لوبغاړو او تخنیکي ډلې ته ویزې ورکړې دي.

هغه زیاته کړې چې اوس د ملي ټیم غړو لپاره د ټکټ اخیستلو هڅې دوام لري، خو تر اوسه برازیل ته د افغانستان د ملي لوبډلې د الوتکې د الوتنې مشخص وخت مالوم نه دی.

هغه څرګنده کړې چې احتمال شته چې د افغانستان او ایران ترمنځ لوبه وځنډول شي.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې ویزه په داسې حال کې ورکړل شوې چې ټاکل شوې وه هغوی سبا په برازیل کې د ایران د فوټسال ملي لوبډلې په وړاندې ولوبیږي.

د برازیل څلور اړخیزې سیالۍ د برازیل، افغانستان، ایران او ګرینلینډ ټیمونو ترمنځ ترسره کیږي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button