په زړه پورېروغتیا

څنګه روژه مبارکه کې خپل زړه روغ وساتو؟ هغه خواړه چې زړه ته زیان رسوي

په دې مقاله کې ولولئ چې څنګه روژه مبارکه کې د سمو خوړو په انتخاب سره خپل زړه له ناروغیو وژغورئ او له کومو زیانمنوونکو عادتونو څخه ځان وساتئ.

زړه د انساني بدن تر ټولو حیاتي غړی او مرکز ګڼل کېږي، چې د پاکې وینې په لېږد او د ناپاکې وینې په راټولولو کې کلیدي رول لري. په اوسني وخت کې د ژوند ناسم سټایل، د ورزش نشتوالی او غیر صحي خواړه د دې لامل شوي چې د زړه ناروغۍ ډېرې عامې شي. په ځانګړي ډول روژه مبارکه کې، کله چې زموږ د خوړو په عادتونو کې بدلون راځي، نو د زړه روغتیا ته پاملرنه لا ډېره اړینه ګرځي.

p03vqylw

د غوړیو او مالګې زیانونه

روغتیايي کارپوهان او څېړونکي ټینګار کوي چې د زړه له ناروغیو څخه د ژغورنې لپاره باید له خپلو ورځنیو خوړو سره ډېر احتیاط وشي. روژه مبارکه کې ډېری کورنۍ په افطار او پېشلمي کې له کچې زیات غوړ او مالګین خواړه کاروي. دا ډول خواړه د وینې د فشار د لوړېدو او د زړه د شریانونو د بندېدو اصلي لامل ګرځي. له همدې امله، په دې سپېڅلې میاشت کې باید هڅه وشي چې د غوړ او مالګې اندازه تر ممکنه حده راکمه کړل شي.

د تمباکو او شیشې پریښودو لپاره زرین چانس

که غواړئ خپل زړه او سږي له مهلکو ناروغیو وژغورئ، نو روژه مبارکه کې ستاسو لپاره یو زرین چانس دی ترڅو له تمباکو او سګریټو څخه ځان وژغورئ. ډېری ځوانان چې اوسمهال چلم او شیشه استعمالوي، په حقیقت کې خپل زړه له جدي خطر سره مخ کوي. د روژې په میاشت کې د اوږد وخت لپاره له دغو توکو لیرې پاتې کېدل مرسته کوي چې انسان دا وژونکی عادت د تل لپاره پرېږدي.

دا هم ولولئ:  په ټولنه کې د تبعیض پایلې خطرناکې وي
2 5 1024x683 1

د طبیعي خوړو او ورزش اهمیت

د بدن د قوت او انرژۍ لپاره تر ټولو غوره سرچینه طبیعي خواړه دي. روغتیاپالان سپارښتنه کوي چې روژه مبارکه کې باید له طبیعي بوټو، سبزیو او میوو څخه ډېره ګټه پورته شي. د مېوو استعمال د زړه په ناروغیو د اخته کېدو خطر په بې‌ساري ډول راکموي. د دې ترڅنګ، په منظمه توګه سپک ورزش کول باید د ژوند عادت وګرځول شي ترڅو د وینې جریان په نورمال ډول دوام ومومي.

د پلاستیکي لوښو او ناوخته خوړلو مخنیوی

یو بل مهم ټکی چې باید روژه مبارکه کې ورته پام وشي، د پلاستیکي لوښو پر ځای د ښېښې یا فلزي لوښو کارول دي. له پلاستیکي لوښو څخه ځینې زیانمنونکي کیمیاوي مواد له خوړو سره یو ځای کېږي چې روغتیا ته زیان رسوي. همداراز، د شپې له یوې ټاکلې مودې وروسته له ډېر خوراک څخه ځان وساتئ ترڅو پر زړه او معدې مو فشار رانشي.

iStock 923275096

رواني سکون او شکر کول

د زړه د روغتیا لپاره یوازې خواړه کافي نه دي، بلکې ذهني ارامتیا هم مهمه ده. په دې روژه مبارکه کې له نورو سره مرسته کول، ځانته په ګټورو کارونو کې مصروفیت پیدا کول او د الله (ج) په نعمتونو شکر ایستل د زړه لپاره خورا ګټور دي. معنوي سکون د زړه ضربان منظم ساتي او انسان له ذهني فشارونو ژغوري.

که غواړئ چې د زړه له لګښتمنو او خطرناکو درملنو څخه په امان کې پاتې شئ، نو په دې روژه مبارکه کې له پرهېز څخه کار واخلئ. د غوړ او مالګې کمول، د تمباکو پرېښودل، د میوو او سبزیو زیاتول او منظم ورزش هغه لارې دي چې ستاسو د زړه ژوند اوږدولی شي.

زرینه نوري

زرینه نوري یوه د ټولنیزو مسلو خبریاله ده چې د ښځو د حقونو، د زده‌کړې د لاسرسي، او د ټولنې د پرمختګ په اړه لیکنې کوي. د هغې راپورونه د ټولنیز بدلون، برابرو فرصتونو، او د افغان ښځو د ځواکمنېدو موضوعات روښانوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button