نړیوال خبرونه

چين هم افغانستان سره د ترکیې غونډې په اړه غږېدلی

چين هم افغانستان سره د ترکیې غونډې په اړه غږېدلی.د افغانستاند بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په کابل کې د چین له سفیرر وانګ یې سره لیدل کتل شوی دي او په بېلابېلو موضوعاتو یې نظرونه سره تبادله کړي دي.

د باندینیو چارو وزارت په یوه خپره شوې خبرپانه کې ویلي، چې په دې ملاقات کې د نورو برخو ترڅنګ د افغان سولې په اړه د ترکیې په استانبول کې د جوړېدونکې ناستې په هکله هم خبرې اتر شوې دي.خبرپانه زیاتوي، چې دواړو خواو د ترکیې غونډه د سولې او جګړې د برخلیک مالومولو لپاره مهمه بللې ده او هیله یې ښوولې چې د روان بد وضعیت د ختمولو لپاره به مثبته نتیجه ولري.

750x430 1

د چین سفیر ویلي چې افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې حل مومي او دوی به په دې برخه کې له افغانانو سره خپلې بشپړې همکاري ته دوام ورکړي۔ سفیر په دې لیدنه کې ټینګار کړی، چې افغانستان سره به یې مرستې تر اوږدې مودې پورې وي او نه غواړي، چې له یاد هېواد سره خپلې اړیکې محدودې کړي.

نوموړي دغه راز ډاډ وړاندې کړی، چې له افغانستان سره به په امنیتي او اقتصادي برخو کې اوږد مهاله کومکونه وکړي او کوشش کوي، چې د دواړو هېوادون ترمنځ شته اړیکو ته نوره هم پراختیا ورکړي.
د سرچینې په خبره اتمر هم په دې ليدنه کې ویلي، چې د دواړو هېوادونو همکاري مهمه ده او چین کولای شي، چې د افغان سولې پروسه او همداشان په سیمه ییزه اجماع کې مهم رول ولوبوي.

نوموړي ویلي چې د افغانستان ثبات د ټولې سیمې لپاره مهم دی، ځکه خو باید د سولې په برخه کې د سیمې هېوادونه خپل رول ثابت کړي، تر څو افغان جګړه نور پای ته ورسېږي.افغان حکومت په دې وروستیو کې د افغان سولې په هکله د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع د پیاوړې کېدو کوششونه پیل کړې، چې تر ډېره بریده یې پایلې ښه دي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button