تجارت خبرونه

چینایان په کندهار کې د څه په لټه کې دي؟

چینایان په کندهار کې د سوداګرو په نوم ګرځي، خو په اصل کې له کندهاري طالبانو سره د اړیکو د پراختیا هڅې کوي

دا څو ورځې کېږي چې ځینې چینایان په کندهار کې د سوداګرو په نوم ګرځي، خو په اصل کې دوی هڅه کوي چې له کندهاري طالبانو سره اړیکې پراخې کړي.

له کندهاره یو شمېر سوداګر وايي، چې یو شمېر چینايي سوداګر له کندهاري سوداګرو سره د اړیکو په نوم په کندهار کې په کانونو او له کندهاري طالبانو سره د اړیکو د پراختیا په لټه کې دي.

نور ولولئ: طالبان وايي، افغانستان به د چین د یوه کمربند او سړک پروژې غړی شي

نن دوشنه ( د لیندۍ ۶مه) يو شمېر چینايي سوداګر د کندهار له سوداګرو سره د سوداګريزو اړيکو پر پراختيا خبرې کړې دي.

دغه ليدنه د کندهار په سوداګرۍ او پانګونې خونه کې تر سره شوې.

په ليدنه کې چنيايي سوداګرو ويلي؛ پلان لري چې د کندهار انار د چين هېواد ته صادر کړي.

چینایان خپلو توکو ته بازار لټوي

ددوی په خبره؛ غواړي پلټنه وکړي، چې افغانستان د چين کومو توکو ته اړتيا لري؛ تر څو د صادراتو او وارداتو لړۍ پيل کړي.

افغانستان پښتو انټرنشنل په راپور کې کاږي، د کندهار يو سوداګر چې نه غواړې نوم یې واخیستل شي؛ کندهار ته د چینایانو تګ ته په اشارې وايي؛ دوی اکثره وخت د سوداګريزو اړيکو د پراختيا په نوم د کانونو پلټنې کوي او يا هم د واکمنو طالبانو سره خپلې اړيکې جوړوي.

د دغه سوداګر په خبره؛ له چين هېواد څخه چې هره ډله د سوداګريزو اړيکو د پراختیا او يا هم پانګونې په نوم کندهار ته راغلي، تر تګ وروسته پسې ورکه شوې او بيا یې هېڅ درک نه دی معلوم شوی.

نور ولولئ: د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر چین ته په سفر تللی

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونۍ خونې مشر حاجي محمد صديق مومند د چينایي سوداګرو سره په کتنه کې ويلي؛ په کندهار کې د تازه مېوو حاصلات زيات دي او پيل به یې د انارو د صادراتو وکړي.

مومند د چینایي سوداګرو د ورتګ اصلي موخه روښانه نه کړه؛ خو وایي چې سیمه امن شوې او د نړۍوالو سوداګرو پاملرنه ورته ډېره شوې ده.

چین ته د افغان سوداګرو د ورتګ اسانتیا نشتون

مومند په دې کتنه کې له چنایي سوداګرو غوښتنه وکړه، چې افغان سوداګرو ته دې چين ته د تګ زمينه برابره کړي څو دوه اړخيزې سوداګريزې اړيکې زياتې شي.

اوس مهال په سويلي حوزه کې د تازه مېوو د حاصلاتو وخت دی؛ خو يو شمېر سوداګر او باغ لرونکي په کور دننه او بهر د حاصلاتو لپاره د بازار د نشتوالي سره مخ دي.

په دې کتنه کې سوداګرو هيله مندي ښودلې، چې که چېرې زمينه برابره شي د تازه مېوو حاصلات به یې د چين په بازار کې په ښه قيمت وپلورل شي.

د یادونې وړه ده، چې په روان ۲۰۲۳ عيسوي کال کې کندهار ته دا د چینايي سوداګرو درېيمه ډله ده، چې دې ولایت ته سفر کوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button