چین به د افغانستان پر سوداګريزو مالونو ګمرک معاف کړي
چین ویلي چې د افغانستان پر سوداګریزو مالونو به ګمرکي تعرفه معاف کړي
د چین او په افغانستان کې واک ته رسېدلی د طالبانو رژیم تر منځ اړیکې ښې دي او یوازنی هېواد چین و چې د طالبانو سفیر یې په بیجینګ کې ومانه او رسمي باور لیک یې ورته وړاندې کړ او چین هېواد دغه باور لیک ومانه.
خو اوس تازه، د چین د باندنیو چارو وزارت یوه چارواکي ویلي چې له راتلونکي کال څخه به چین ته د افغانستان پر صادراتو ګکرکي مالبه معاف شي.
دغه تعرفه به کله معاف کېږي؟
په چین کې د افغانستان سفارت وايي، چې دا پرېکړه د چین لپاره د طالبانو د سفیر بلال کریمي او د چین د بهرنیو چارو وزارت د اسیايي برخې د رئیس لیو جین سونګ د کتنې په لړ کې اعلان شوه.
د دې سفارت په وینا، ښاغلي سونګ ویلي چې د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ میاشت کې به، چې تر درې میاشتو کمه موده ورته پاتې ده، د افغانستان پر صادراتو ګمرکي تعرفه لغوه شي.
د چینایي چارواکي په وینا، دا معافیت به د ۴۰ نورو هیوادونو لپاره هم پلي شي.
نور ولولئ: پاکستان کې د ناامنۍ ډېرېدل او د سوداګرو اندېښنې
نور ولولئ: ولې پاکستان کې هند ته د افغان سوداګرو صادرېدونکې توکي تر برید لاندې راځي؟
طالبان وایي، په دې کتنه کې د کریمي او د چین د بهرنیو چارو وزارت د اسیايي برخې رئیس ترمنځ د طالبانو او بیجینګ ترمنځ د سیاسي اړیکو په پراختیا، دوه اړخیزې سوداګرۍ، اقتصادي ودې، او د ګاونډیو او سیمې له هیوادونو سره د تعامل په اړه خبرې شوې دي.
د واخان دهلیز فعالولو ته چمتوالی نیول
طالبان زیاتوي چې د چین د بهرنیو چارو وزارت چارواکي په دې لیدنه کې همدارنګه وویل چې چین په تدریجي ډول د واخان دهلیز د فعالولو لپاره چمتووالی نیسي، چې افغانستان او چین سره ونښلوي.
په دې لیدنه کې د منځنۍ اسیا د تېلو او ګاز د شرکت “ایم سي سي” پر هڅولو هم خبرې وشوې چې د آمو سیند د تېلو استخراج چټک کړي او د مس عینک د پروژې د پراختیا په اړه خبرې وشوې.
چین، که څه هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی، خو له دې ډلې سره تعامل لري. په تېرو درې کلونو کې، یو شمېر چینایي شرکتونو د افغانستان د کانونو د استخراج لپاره قراردادنه لاسلیک کړي دي.
د یادونې وړ ده چې طالبان هڅه کوي تر څو د کراچۍ او ګوادر بندر پر ځای افغانستان ته بدیلې سوداګریزې لارې پیدا کړي.