اقتصاد او سوداګري

چین له افغانستان سره پر فابریکه‌يي تجهیزاتو سمبال د ۱۵۶ کورونو مرسته وکړه

اړوند خبرونه: 

د افغانستان ملي موزیم ته لنډه کتنه

خوست کې له پاکستان د لوبو ګټلو په ویاړ زرګونه کتابونه ویشل شوي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د چین د بشري مرستو دویمه جوپه، چې ۱۵۶ فابریکه‌یي کورونه پکې شامل دي، د ۱۰۰ میلیونه چینایي ینو مرستې دویمه برخه ده، چې لومړۍ هغه یې پخوا یاد وزارت ته سپارل شوې وه.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت نن (شنبه، د لړم ۳مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دغو مرستو د تسلیمولو پر مهال د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد د چین له دولت او خلکو مننه وکړه او دا یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ او بشري اړیکو د پیاوړتیا نښه وبلله.

ایران: افغانستان د صنعتي کېدو لور ته روان دی

خبرپاڼه کې راغلي، ښاغلي راشد د راستنو شویو او بې ځایه شویو ستونزو ته د رسېدنې په موخه د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.

ددې مرستو د تسلیمولو پر مهال، په کابل کې د چین سفارت مرستیال بائو خوهوی په خپلو خبرو کې د چین او افغانستان اړیکې تاریخي وبللې او ژمنتیا یې څرګنده کړه، چې ” مونږ به په هره ستونزه کې د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکړو.”

نوموړي وویل: “دا مرستې د بېځایه شویو او راستنېدونکو لپاره د سرپناه او نورو اړینو امکاناتو د برابرولو په موخه چمتو شوې دي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ یوه ښه بېلګه ده.”

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button