ساینس، ټیکنالوژي او لوبوالي – وروستي لاسته راوړنې او خبرونه

د ناسا ۵۰۰ میلیونه ډالري فضايي ټلسکوپ له ۲۲ کلونو وروسته وسوځېد

د ناسا ۵۰۰ میلیونه ډالري فضايي ټلسکوپ «سویفټ» له نږدې ۲۲ کلونو فعالیت وروسته د اندونیزیا پر فضا د ځمکې اتموسفیر ته ننوت او وسوځېد.

د امریکا د فضايي څېړنو ادارې، ناسا، اعلان کړی چې د «سویفټ» په نوم یې یو فضايي ټلسکوپ له نږدې ۲۲ کلونو فعالیت وروسته له خپل مدار څخه راښکته شوی او د ځمکې په اتموسفیر کې سوځېدلی دی.

دغه ټلسکوپ، چې شاوخوا ۵۰۰ میلیونه ډالر ارزښت یې درلود، د چهارشنبې په ورځ، د ۲۰۲۶ کال د نومبر پر څلورمه، د اندونیزیا د شمالي سوماترا سیمې له پاسه اتموسفیر ته ننوت.

د رویټرز د راپور له مخې، د نږدې ۱۴۵۲ کیلوګرامه وزن لرونکې دغې وسیلې سرعت د اتموسفیر ته د ننوتو پر مهال د غږ له سرعت څخه شاوخوا ۲۲ برابره زیات و.

nasa swift telescope reentry after 22 ye 1793773540509 1
د ناسا ۵۰۰ میلیونه ډالري فضايي ټلسکوپ له ۲۲ کلونو وروسته وسوځېد

ناسا ویلي، تمه یې لرله چې د سختې تودوخې له امله به د ټلسکوپ ډېره برخه وسوځي، خو ښايي ځینې کوچنۍ ټوټې یې ځمکې ته رسېدلې وي.

د لومړنیو معلوماتو له مخې، د پاتې شونو د لوېدو له امله د مرګ‌ژوبلې یا مالي زیان کوم راپور نه دی ورکړل شوی.

فضايي ټلسکوپ «سویفټ» په ۲۲ کلونو کې څه موندلي وو؟

سویفټ په ۲۰۰۴ کال کې فضا ته توغول شوی و. ناسا په پیل کې د دې ماموریت لپاره یوازې دوه کاله ټاکلي وو، خو دغه وسیله نږدې ۲۲ کاله فعاله پاتې شوه.

د ټلسکوپ اصلي دنده د ګاما وړانګو د ناڅاپي او پیاوړو چاودنو څېړنه وه. دا چاودنې د کایناتو له تر ټولو ځواکمنو پېښو څخه ګڼل کېږي.

سویفټ د خپل فعالیت پر مهال د ستورو چاودنې، تورې کندې، د ستورو اېکس وړانګې او د لمریز نظام ځینې نور اجرام هم څارلي دي.

د راپورونو له مخې، د دې ټلسکوپ راټول شوي معلومات د شاوخوا اووه زره علمي مقالو په چمتو کولو کې کارول شوي دي.

د دومره اوږدې مودې فعالیت د سویفټ ماموریت د ناسا له هغو علمي پروژو څخه ګرځولی و چې تر ټاکلي وخت یې څو برابره زیات دوام وکړ.

ولې د سویفټ د ژغورنې هڅه ناکامه شوه؟

سویفټ د خپل مدار د لوړولو لپاره ځانګړی حرکتي سیستم نه درلود. د وخت په تېرېدو او د ځمکې د اتموسفیر د مقاومت له امله یې مدار ورو ورو ټیټېده.

ناسا هڅه وکړه چې د ټلسکوپ له سقوط څخه مخنیوی وکړي او د فعالیت موده یې نوره هم وغځوي.

3172d4f3 36db 458d 95a9 e2423bdb6d31 c8681782 1
د ناسا ۵۰۰ میلیونه ډالري فضايي ټلسکوپ له ۲۲ کلونو وروسته وسوځېد

د همدې هدف لپاره د ۲۰۲۶ کال په جولای کې د «کاتالیست» خصوصي شرکت په همکارۍ د «لینک» په نوم یوه ژغورونکې فضايي بېړۍ وتوغول شوه.

ټاکل شوې وه چې دغه بېړۍ سویفټ ونیسي او لوړ مدار ته یې ولېږدوي، خو له توغولو وروسته د تخنیکي ستونزو له امله په بې‌کنټروله ډول په څرخېدو شوه.

د ماموریت مسوولینو د اګسټ په میاشت کې د ژغورنې هڅې ودرولې.

سویفټ د اکټوبر پر شلمه خپل علمي فعالیت پای ته ورساوه او شاوخوا دوه اوونۍ وروسته د ځمکې اتموسفیر ته داخل شو.

د ناسا د دغه فضايي ټلسکوپ ماموریت که څه هم پای ته ورسېد، خو د هغه راټول شوي علمي معلومات به د ستورپوهانو لپاره د راتلونکو څېړنو ارزښتناکه سرچینه پاتې شي.

DIECVAKBJBPDDACZTU67GARB34 1
د ناسا ۵۰۰ میلیونه ډالري فضايي ټلسکوپ له ۲۲ کلونو وروسته وسوځېد

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button